Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په کندهار کې د ملي پوځ د ۱۸ سرتېرو وژل کېدل

یوه امنیتي سرچینه طلوع‎نیوز ته وايي چې د کندهار په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې د ملي پوځ پر یوې اډې د طالبانو د برید په پایله کې د دغې اډې ۱۸ تنه سرتېري شهیدان شوي دي.

دغه سرچینه وايي چې په دغه برید کې چې د پنجشنبې په شپه (د غبرګولي په ۴مه) شوی وه ۱۶ تنه نور سرتېري ټيپان شوي او طالبانو د دغو سرتېرو له ډلې ۴ تنه له ځان سره بیولي دي.

د دغې سرچینې په وینا، چې دغه اډه د شاه ولي کوټ ولسوالۍ په زنګتیان کلي کې موقعیت لري.

تر اوسه امنیتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده  چې طالبانو ۴ ورځې وړاندې د شاه ولي کوټ ولسوالۍ د اڅکزي په کلي کې د ملي پوځ پر یوې بلې پوستې برید کړی وه چې د هغه په پایله کې ۱۱ تنه سرتېري شهیدان شوي وو.

خو په دغه برید کې چې د دوشنبې په ورځ پېښ شوی وه د طالبانو ۲۰ جنګیالي هم وژل شوي وو.

د ملي پوځ دغه پوځي اډه د کندهار د شاه‎ولي کوټ ولسوالۍ په زنګیتان کلي موقعیت لري او دې یوې اوونۍ په ترڅ کې دا دویم ځل دی چې طالبان پر دغې ولسوالۍ برید کوي.

شریک یي کړئ