Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دعلماو شورا دپاکستاني ملا وروستۍ ویناوې افغانستان سره دښمني بولي

د افغانستان د علماو شورا د پاکستان د جمعیت علماء مشر ملا فضل الرحمان وروستۍ ویناوې یې د افغانستان په وړاندې یو ډول د دښمنۍ دریځ اعلان کړ او هغه یې په کلکه وغندلې.

ښاغلي رحمان په خپلو وروستیو خبرو کې یو ځل بیا د افغان حکومت پر وړاندې یې جګړه روا بللې او لامل یې په دغه هېواد کې د بهرنیو ځواکونو حضور ښودلی دی.

هغه ویلي وو چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په شتون کې په دغه هېواد کې د سولې ټینګښت ناشونی دی.

مولانا فضل الرحمان ویلي وو:«په افغانستان کې به تر هغه مهاله امنیت را نه‎شي چې بهرني ځواکونه په دغه هېواد کې حضور ولري.هر کله چې دغه ځواکونه بهر شي د ښکېلو لورو ترمنځ به خبرې اترې پایلې ولري.»

اوس دغو خبرو د افغانستان د علماو شورا توند غبرګون راپارولی دی.

د افغانستان د علماو شورا ویاند مولوي محمد قاسم حلیمي ویلي:«فضل الرحمان په داسې یو هېواد کې ژوند کوي چې د محکمو پرېکړې یې په انګرېزي دود سره کېږي،په هغه ځای کې د بهرنیو ولکه تر دې حده ده چې هرڅه یې زړه وغواړي ترسره کوي یې.فضل الرحمان وايي تر هغه وخته چې له افغانستان څخه بهرنیان وي په هغه ځای کې جګړه روا ده،ځکه چې د طالبانو حکومت یې نسکور کړی دی.»

د هېواد د علماو شورا وایي د مولانافضل الرحمان څرګندونې له دښمنۍ ډکې او د افغانستان په وړاندې د پاکستان د ناسم او مغرضانه سیاست له امله دي.

دغه شورا ټینګار کوي چې مولانافضل الرحمان هېڅ ډول علمي شخصیت نه‎لري.او په دې کچه کې نه دی چې مسایل تحلیل کړي.

له بلخوا یو شمېر دیني عالمان ټینګار کوي چې عالمان د ټولنې د لیدلوري د روښانه کولو په تېره بیا د خلکو د پوهې د لوړولو په برخه کې پياوړی رول لري.

د دین عالم مولوي بابه جان ویلي دي:«موږ ډېر روښانه علمان لرو چې پېښې د عقلاني اړخه یې تعریف وي،دلته دولتونو مکلف دي چې هغوی وپېژني او ملاتړ او وهڅوي، ترڅو موږ وکړای شو یو اندازه په انساني توګه ژوند وکړو.»

خلک په دې باور دي چې دیني عالمان د سولې او امنیت په ټینګښت کې مثبت رول لوبولای شي ځکه افغانان دیني او اسلامي ارزښتونو ته ژمن دي او د علماوو خبرو ته ارزښت ورکوي.

شریک یي کړئ