Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

آیا د ډیورنډ کرښه ۱۹پېړۍ کې د انګلیس لوی خیانت وه؟

کله چې پوښتنه کېږي ولې پاکستان د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې اغزن سیمونه غځوي‎ـ هغه پوله چې ډېرۍ یې د دواړو هېوادونو ترمنځ رېښتیني پوله نه بولي. د دې پوښتنو ټول ځوابونه د راجیف دګرا "ډیورنډ عذاب، د پښتون پر سینه کرښه" کتاب کې چې تر ټولو ډېر خرڅ شوی، شته.

"ډیورنډ عذاب، د پښتون پر سینه کرښه کتاب ډېر حساس لوستل کېږي او د ښاغلي دوګرا دې کتاب کې د ډیورنډ پر کرښې او هغه څه چې د نوموړي له خوا په ۱۹ پیړۍ کې د انګلیس تر ټولو لوی خیانت بلل شوی دی، بحث شوی دی.

د ډیورنډ کرښه هغه فرضي کرښه ده چې په ۱۸۹۳ کال کې په هند د انګلیس حاکمانو استازی او ډپلوماټو سرمارتیمور ډیورنډ اود افغانستان هغه وخت امیر، عبدالرحمن لخوا وکښل شوه.

د "ډیورنډ عذاب، د پښتون پر سینه کرښه" کتاب کې پر دې موضوع په جدي ډول څېړنه شوې ده، خو پایله کې یې د افغانستان د خلکو د چل ول داستان دی، په دې کتاب کې ښاغلي دوګرا هڅه کړې ده چې د افغانستان جګړې، ویر، د خلکو اندېشنې چې په دې هېواد کې د بدمرغیو سره مخامخ وو او ترې اغېزمن وو په ژوندی بڼه ښکاره کړي.

کله چې د ښاغلي دوګرا څخه پوښتنه وشوه، دا چې خلک د ډیورنډ له عذاب څخه څه غوښتنې ولري، په ځواب کې وویل:«افغانستان یو ځل بیا د تقاطع په محراق کې ایسار شوی دی. دا ډېره دردوونکې ده چې ګورو د افغانستان غیرتي خلک لا هم په ډېرو ستونزو کې دي. طالبانو د دې هېواد دېرش سلنه خاوره په واک کې لري او هڅه کوي چې د خپل ولکې سیمې پراخې کړي. پاکستان هڅه کوي چې د دې ستونزو څخه ګټه پورته کړي او ډیورنډ د رسمي پولې په توګه معرفي کړي.»

ده وړاندې ویلي دي:«که څه هم څو کړنلارې د منلو وړ نه دي، خو دې موضوع د پام وړ اغېزه پر نړۍ او سیمې کړې ده. هغه عذاب چې نن یې نړۍ له ترهګرۍ وباسي په واقعیت کې کولو شو چې دا د انګلیس لخوا په ۱۸۹۳ کې د ۴۰ زره مایل غصب په توګه تعقیب کړو. د دې پوښتنو کشف زما لپاره زړه‎راښکونکې تجربه وه او دا چې انګلیسانو ولې دا خیانت تر نن ورځې د نړۍ له سترګو پټ ساتلی دی.»

دوګرا وايي چې داسې اسناد په لاس کې لري چې ښیې د ډیورنډ کرښې پرېکړه یوه موقتي هوکړه وه او اوس یې وخت رارسېدلی دی چې نړۍ دا تاریخي تېروتنه له منځه یوسي.

ده په دې اړه داسې نظر څرګند کړی دی:«تر ټولو ښه د حل لار دا ده چې نړیواله ټولنه دا واقعیت ومني دا چې ډیورنډ د پښتنو لپاره د منلو وړ نه دی، او کورنۍ سره بېلې شوې دي او باید سره یوخای شي.»

دی وايي چې انګلیسانو په سیستماتیک ډول دا هوکړه په یوه خیانت بدله کړه او هغه یې وساتله.

ښاغلي دګرا څرکنده کړې:«دا نه ده څرګنده چې مرتیمو دیورند څنګه امیرعبدالرحمن اړ کړ چې داسې سند چې په انګلیسي ژبه لیکل شوی دی، لاسلیک کړي په داسې حال کې ده لوستل نه وو زده. لکه څنګه چې ما خپل کتاب کې کشف کړل دا کرښه کله هم د پولې په توګه نه ده یاده شوې. افغانانو کله هم دا کرښه نه ده منلي او هر حکومت چې راغلی هغه یې رد کړی دی. که ساده ووایم د افغانستان خاوره له سند ایالت څخه پیلیږي. دا کرښه په واقعیت کې د هند او افغانستان تر منځ پوله ده، ځکه چې د ډي ان آې، فرهنګي او ټولنیز شواهد ښیې چې د سند هغې غاړې او دې غاړې ډي ان اې توپير لري.»

راجیف ډوګرا لیکلي:«خو انګلیسانو له روسانو کرکه درلوده، دوی په زور سره د ډیورنډ کرښه وکښله ا و هغه یې پر هغو کسانو وتپله چې ورته لېواله نه وو. یو شمېر د ډیورنډ کرښه په ۱۹ پېړۍ کې د انګلیس تر ټولو لوی خیانت بولي.»

په دي کتاب کې لیکوال د انګلیسانو د یوه سند پر ساس چې نوم یې «د افغانستان پوځي راپور» دی او په ۱۹۲۵ زیږدیز کال کې خپور شوی دی وايي، د ډیورنډ کرښه ۱۸۹۳ کال د هند رسمي پولې په توګه نه وه معرفي شوی، بلکې د امیرعبدالرحمن خان حکومت ختیځ او سویلي پولې په توګه وه چې موخه یې د انګلیس حاکمیت پراختیا وه نه د هند پولو.

د کتاب په بله برخه کې په دې اړه ویل شوي دي:«له دې بل څه روښانه نه دي چې د بریټانیا یوه خپرندویه چې ځانګړې نښې یې درلودې او غواړي چې خپل لیدلوری ښکاره کړي.»

دی وړاندې لیکي:«د نورو په څېر زه هم د ډیورنډ کرښې له رازه حیران یم. ولي پیاوړي امیر دا لیک لاسلیک کړ؟ ولې د لاسلیک پرمهال هېڅ افغان ورسره نه وه؟ ولې یې په خاطرانو کې د ډیورنډ هوکړې په اړه څه نه دي ویلي. خو د ټولو ترڅنګ دې کار ۴۰ زره مایله د افغانستان خاوره انګلیس ته ورکوله.»

په دې کتاب کې ښاغلي راجیف ډوګرا د امیرعبدالرحمن خان روغتیايي حالت ته هم اشاره کړې چې په هغه وخت کې ناروغ وه او د انګلیس یوه استازي، سالتر پاین  پر ناروغ امیر ډېره اغېزه درلوده.

ډوګرا لیکي:«هیچا د سالتر پاین په اندازه پر امیر نقوذ نه درلود او دې مسلې ته ډیورنډ هم اشاره کړې ده او ویلي یې دي،، دې کار ټوله امپراتوري کمزورې کړه، خو دې کار د اختلافاتو تخم د ټولو لپاره وکرلو. په اوصولو کې باید په دې برخه کې مصلحت وشي. د دې مسلې رڼښت لپاره باید غور وکړو چې انګلیس تل خپلې ګټې له اوصولو غوره ګڼلې دي، کله چې د نورو د ګټو خبره وي نو بیا داسې نه ده.»

د لیکوال په اړه:

راجیف ډوګرا د هند نامتو لیکوال، د ټلویزیون ویاند او هنرمند دی، ده د ایټالیا او رومانیا کې د هند سفير په توګه دندې ترسره کړې. ښاغلي دوګرا په ملګرو ملتونو کې د هند استازي، په روم او کراچۍ کې هم د هند جنرال کونسل په توګه دندې ترسره کړې دي. دی هند کې د بهرني سیاست او وینا په برخه کې غوره او نامتو کس دی چې نظریات یې د بهرني سیاست په برخه کې ځانګړي مخاطبین لري. د هغه بل کتاب، "هغه ځای چې له پولو وینې څاڅي" کتاب د هند او پاکستان پولو په اړه لیکل شوی او ډېر اخیستونکي یې درلودل.

په دې کتاب کې ښاغلي راجیف ډوګرا د امیرعبدالرحمن خان روغتیايي حالت ته هم اشاره کړې چې په هغه وخت کې ناروغ وه او د انګلیس یوه استازي، سالتر پاین  پر ناروغ امیر ډېره اغېزه درلوده

شریک یي کړئ