Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغان ځوانان د محصلینو او ځوانانو په نړیوال فیسټیوال کې ګډون کوي

ټاکل شوې، چې تر راتلونکو څو ورځ د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه ۱۲۷ تنه ځوانانو او ځينې دولتي چارواکي، د روسیې په «سوچي» ښار کې د ځوانانو او زده‎کړیالانو په نړیوال فسټیوال کې ګډون وکړي.

په همدې منظور نن په کابل کې د روسیې په سفارت کې په رسمي توګه ځينې مراسم ترسره شول. په دغو مراسمو کې د روسیې سفیر، دغه فسټیوال د کلتوري ادلون بدلون او د سولې د دود لپاره یوه موکه بولي.

په کابل کې د روسیې سفیر الکسانډر مانټیټسکي زیاته کړه:«د فسټیوال اصلي موخه، د ملتونو، کلتورونو او بېلابېلو دینونو ترمنځ د متقابل درناوي رامنځته کول، د سولې او عدلت د فکر دودول دي.»

په ورته وخت کې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال سید اقا فاضل سانچارکي؛ په تېرو شپاړسو کلونو کې د ځوانانو لاسته راوړنې وستایلې.

هغه زیاته کړه:«د طالبانو د تور نظام د دېوالونو له ماتېدو سره د ځوانانو ستر ځواک له شور او غورېدو سره را راون شو او د خپل حرکت په لاره یې پراخ بدلون رامنځته کړ.»

له دې سره د ولسمشر د مېرمنې سلاکارې زهرا یوسفي، د افغانستان د اصلي کلتور د بیا تازه کېدو لپاره؛ د خلکو پر همکارۍ ټینګار وکړ.

هغې څرګنده کړه:«د دغو ځوانانو لپاره د افغانستان فرهنګ بیا ژوندی کړو، د ښکلي افغانستان څېره ورته وښیو.»

په روسیه کې د ځوانانو او زده‎کړیالانو په راروان نړیوال فسټیوال کې به، د تکواندو لوبې افغان لوبغاړی نثار احمد بهاوي هم ګډون وکړي. بهاوي، په دغه فسټیوال کې ګډون ته خوښ دی.

ښاغلي بهاوي په دې اړه وویل:«په دغه پروګرام کې چې هغه ځوانان غوره کړل شوي موږ ټول په یوه غږ، یو موټی د افغانستان په نامه ګډون کوو او د خپل له هېواد څخه ښه استازيتوب به ولرو.»

د ځوانانو او زده‎کړیالانو نړیوال فسټیوال کې به، د نړۍ له یو سل پنځوس هېوادونو څخه، ۲۰ زرو څخه به  زیات کسان ګډون وکړي.

 دا فسټیوال د اُکتوبر پر څوارلسمه پیلېږي او تر ۲۲ مې به دوام وکړي.

پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کېږي، کنسرتونونه او نندارتونونه به یې هم یوه برخه وي.

شریک یي کړئ