Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د خوست لرغوني اثار د له‎منځه تلو له ګواښ سره مخ دي

د خوست د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې ډېری تاریخي اثار ویجاړ شوي او د له‎منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.

د خوست ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس محمد امین شاه الفت وايي چې دغه لرغوني اثار د جګړو او د وخت د حکومتونو د بې پروایۍ له امله په کنډواله بدل شوي دي.

هغه په دې اړه وویل:« مرکزي حکومت ته زموږ د وړاندیز پر بنسټ، اوس دغه ولایت ته یوه تخنیکي ډله راغلې او ډېری لرغوني اثار یې لیدلي او د سروې او څېړنې کار یې ترسره کړی دی.»

له دې ټولو سره د خوست د اطلاعاتو او کلتور رییس زیاتوي چې د دغو اثارو د بیارغونې کار پیل شوی دی.

په ورته وخت کې، د خوست اوسېدونکي وايي که‎چېرې حکومت د دغو لرغونو اثارو د بیارغونې لپاره اقدام ونه کړي، دغه اثار به له‎منځه ولاړ شي.

د داد محمد، کیکارک بابا، کاکړ ابا زیارتونوه، د حصار تپې،کاروان سرای، قلعه غازي ببرک خان د خوست ولایت تاریخي او لرغوني اثار شمېرل کېږي.

شریک یي کړئ