د سرمنګسک افسانې په نامه مستند فلم، د لومړي ځل لپاره د کابل په پوهنتون کې نندارې ته وړاندې کړل شو او د هغه ټول ننداره چیان زدهکړیالان او فرهنګیان وو.
په دغه فلم کې ۱۱ کرکټره چې لیکوالان، هنرمندان او د حکومت اوسني کارکوونکو، له جګړې څخه پرته د افغانستان د یوې نیمې لسیزې د بېلابېلو مسایلو په اړه پوښتنو ته ځواب ورکړی دی.
د دغې فلم اصلي پنځوونکې د ارمان شهر بنسټ مسووله ګیسو جهانګیري ده، خو فلم د هېواد د یوې فلم جوړونکې دیانا ثاقب له خوا جوړ شوی دی.
د سرمنګسک فلم یو کرکټر داوود ناجي وايي:«دا فلم او دا فلم اخیستنه د جنبش روښنايي څخه مخکې په ۲۰۱۶ کال کې وه او ما هغه وخت هم ویل او لیدم مې چې د افغانستان د ټولنې تر پوست لاندې څخه کارونه کېږي.»
د دغې فلم اصلي پنځوونکې د ارمان شهر بنسټ مسووله ګیسو جهانګیري ده، او د بشري حقونو د اوونۍ په مناسبت د دغه بنسټ له خوا یو پروګرام دی.
د ارمان شهر بنسټ استازي روح الامین امیني څرګنده کړه:«یوولس شخصیتونه هر یو د بېلابېلو علتونو له امله غوره شول او له هر یوه سره، مرکه شوې ده.»
د دغه فلم جوړونکې وايي چې دغه فلم د افغانستان متفاوت روایتونه بیانوي.
د سرمنګسک فلم جوړونکې دیانا ثاقب زیاته کړه:«ډېره مهمه ده چې موږ هڅه وکړو چې د ټولنې دا برخه وځلو او وښویو او د هغوی خبرې لومړی د خپلو خلکو غوږونو ته او وروسته له هېواده بهر ورسوو.»
دا فلم د لومړي ځل لپاره په بلېجیم کې نندارې ته اېښودل شوی وه.