Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د عکاسۍ «بیا زېږون» د دویمې سیالۍ ګټوونکي اعلان شول

هغه شپېته  قطعه عکسونه چې د دغې سیالۍ د څارونکو له خوا د غوره انځورونو په توګه ټاکل شوي وو، د چهارشبنې پر ماښام (د تلې پر ۱۹ مه) د بابر په بڼ کې نندارې ته کېښودل شول او د دغو سیالیو لومړی مقام هدایت الله د هغه انځور په واسطه خپل کړ چې  د غره په واورینه لمن کې یوه پېغله د ووشو تمرین په حال کې ده.

دغه سیالۍ کابو درې میاشتې وړاندې په دوه برخو یعنې عکاسي له کمرې او له موبایل سره، پیل او څه باندې ۳ زره انځورونه سیالۍ ته وړاندې کړل شول.

د سیالۍ حاکمانو د دغو ۳ زره انځورونو له ډلې ۶۰ غوره عکسونه وټاکل او دغه عکسونه تر یوې میاشتې به د بابر په بڼ کې نندارې ته اېښي وي.

د انځورونو موضوع «بیا زېږون» د افغانستان د نوې او هیله ورکوونکې څېرې لپاره هڅه، او د دغه  هېواد د خلکو د اصلي جوهر موندنې ته هڅه وه.

د دغو سیالیو دویم ځای‎ګی رحمت ګل له هغه انځور سره خپل کړ چې دوه نجونې په خاور کې د یو بل لاسونه نیولي و څرخي، ترلاسه کړ.

د دغو سیالیو درېیم ځای جواد جلالي ترلاسه کړ، هغه څوک چې د یوه لامبوزن انځور یې اخیستلی دی.

د دغو سیالیو ویاړي جایزه هم عمر خان له هغه انځور سره چې د دارالامان په سیمه کې یو کس د یوه ټکسي تر خوا درېدلی دی ترلاسه کړ.

د موبایل یا ګرځنده ټلېفون په برخه کې  درې غوره انځورونه غوره شوي چې فرهاد عصیان چې د افغانستان د عضلاتو د ښاغلي د سیالۍ  له بهیره د انځور په اخیستو لومړی او خوشحال بریالي له تفریح‎خای څخه د انځور په اخیستو او عبدالطیف عظیمي د هغه ټانګ څخه د انځور په اخیستو سره چې د ماشومانو د لوبو په اوزار بدل شوی درېیم ځای خپل کړی دی.

د دغو سیالیو له څارونکو مسعود حسیني وویل:«د عکاسۍ دغه سیالۍ له نوې موضوع سره د انځورونو شاملېدل وو چې د هیله ورکوونکو مسایلو ښوودنکې وه.»

د دغې سیالۍ د لومړي مقام ګټوونکي هدایت الله وویل:«هغه نجلۍ چې تاسې یې (د ووشو د تمرین په حال کې) وینئ، ۲۱ کلنه سیما عظیمي ده، هغې د ووشو په برخه کې یو کلپ پرانیستی ترڅو وکړای شي له خپل پلار سره مرسته وکړي.»

شریک یي کړئ