Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هرات د تیموریانو د هنري تابلو انځورونه نندارې ته کېښودل شول

د افغانستان لپاره د امریکا د څېړنې او مطالعاتو انسټیټیوټ، د هرات د تیموریانو د مهال څه باندې ۱۰۰ هنري اثار چې د نړۍ له څو هېوادونو راغونډې کړي، نن یې په یوه ځانګړي نندارتون کې نندارې ته کېښودلې.

دا اثار د امریکایي څېړونکي مایکل بیري د څلوېښت کاله هڅو په پایله کې د نړۍ د درې لویو وچو له موزیمونو راغونډ کړل شوي دي.

په دې اثارو کې ځیني یې د استاد کمال بهزاد دي.

امریکایي څېړونکي دا اثار د امریکا، برېټانیا، هند، مصر، فرانسې، پرتګال او څو نورو هېوادونو موزیمونو کې په کوته او بیا یې د دغو اثارو د غوره کیفیت عکسونه هرات ته راوړي دي.

 ښاغلي بېري په دې اړه وویل:«دا د هغو تابلوګانو عکسونه دي چې د افغانستان د خلکو ویاړ یو برخه ده چې د نړۍ په مهمو موزیمونو کې نندارې ته ېښودل شوي. ما هڅه وکړه چې له دغو تابلوګانو څخه عکسونه واخلم او هرات ته یې راوړلم ترڅو د افغانستان خلک خپل ویاړلی تېر مهال یاد کړي.»

دا اثار کې د ادبیاتو تصوف او عرفان برخو کې دي او د هرات د تیموریانو له وخته دي.

د دې تابلوګانو عکسونه د هرات اختیار تاریخي ماڼۍ کې یوه ځانګړي نندارتون کې نندارې ته اېښودل شوي.

د ډېریو دغو اثارو مخینه پنځلسمې، شپاړسمې او اولسمې پېړۍ ته ورګرځي.

شریک یي کړئ