په افغانستان کې لومړنی ټلوېزیون «د افغانستان خلق ټلوېزون» په نامه او په ۱۳۵۷ لمریز کال کې یې په رسمي توګه خپرونې پیل کړې.
خو د طالبانو د واکمنۍ تر پرځېدو وروسته په افغانستان کې د خصوصي ټلوېزیونونو شمېر زیات شو او اوسمهال ۹۵ ټلوېزیونونه خپرونې لري.
د هېواد د هغه مهال په یوازیني تلویزیون کې د خپرونو چلوونکو د اوسنۍ دیموکراسۍ پرمهال له خبریالانو سره ډېر توپير درلود.
د ملي ټلوېزيون کارکوونکی عزیز محمد خان زاد وویل:«هغو کارکوونکو چې هغه مهال یې د افغانستان د خق په ټلوېزیون کې کار کاوه په بهرنیو هېوادونو روزنه لیدلې وه.»
د افغانستان د خلق ټلویزیون له دوه سوه کارکوونکو سره د ورځې په درې ساعته نشراتو سره کار پیل کړ.
د افغانستان د ملي ټلوېزیون د خوندیځ د ساتنې مسوول نعیم څرګنده کړه:«هغه وخت ټولو ټلوېزیون نه درلود او د کابلیانو لپاره په ځينو برخو کې ټلوېزیونونه لګول شوي وو ترڅو ټول وکړای شي ټلوېزیوني خپرونه وويني.»
د طالبانو له واکمنۍ وروسته د هېواد دغه یوازیني ټلوېزیون د افغانستان د ملي ټلوېزیون په نوم خپرونې پیل کړې.
د افغانستان د ملي ټلوېزیون د نشراتو اوسنی مسوول وايي د طالبانو د واکمنۍ پرمهال کابو شپږ کاله ملي ټلوېزیون هېڅ فعالیت نه درلود اوس په ټول هېواد کې په پنځو ژبو څلرویشت ساعته خپرونې لري.
د ملي ټلوېزیون د نشراتو مسوول عبدالغني مدقق وویل:«اوس د افغانستان د ملي ټلوېزیون په خپرونو کې د کیفیت او منځپانګې له پلوه ډېر بدلون راغلی او موږ ۲۴ ساعته خپرونې هم لرو.»
اوولس کاله مخکې د دیموکراسۍ، بیان او رسنیو د آزادۍ د نوي پړاو په پيلېدو په هېواد کې د رسنیو شمېر زیات شو.
اوس په افغانستان کې ۹۵ ټلوېزیوني چینلونه فعالیت لري چې له رسنیو او خبریانو د ملاتړ بنسټ یې په هېواد کې لومړنی ځواک ګڼي.
په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ بنسټ رییسه فریده نیکزاد وايي:«هغه مهال رسنیو یوازې د هغه وخت د مشرانو فعالیتونه خپرول، خو اوس د خلکو غږ دي او عدالت غوښتنه کوي.»
د رسنیو او ټلوېزیوني خپرونو اوسنۍ آزادي آن د سیمې په ډېری هېوادونو کې بې سارې ده.