Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د یووالي او همپالنې په موخه د جامو د نندارتون جوړېدل

د «باران» د موډلینګ ډلې نن شنبې(د لړم په ۱۳ مه) په کابل کې د جامو یو نندارتون جوړ کړ. ځينو هغو موډلانو چې په دغه نندارتون کې یې ګډون کړی وه، وايي چې د هغوی موخه نړیوالو ته د افغانانو د اصیلو جامو ور پېژندل دي.

دغه موډلان وايي چې د افغانستان د ځينو څنډو د فرهنګ په نندارې سره، نړیوالو ته د دغه هېواد د ورپېژندلو سربېره د هېوادوالو ترمنځ په یووالي او همپالنې هم اغېزه کوي.

د باران موډلینګ ډلې مسووله انجیلا وايي:«د موډلینګ په برخه کې چې ما هر څومره مالومات اخیستل، د نورو لپاره ډېر نااشنا وو.»

موډل ارش امیري وویل:«زه غواړم چې نړیوالو ته وښیم چې موږ داسې فرهنګ لرو.»

د افغاني موډلانو له شتون سره د جامو د نندارتون جوړول، که‎څه هم په هېواد کې دومره مخینه نه‎لري، خو په دې وروستیو کې د خلکو په منځ کې ځای پیدا کړی. ډېری هېوادوال د داشان نندارتونو دلیدو لپاره پلازمېنې ته راخي.

هغو موډلانو چې په دغه نندارتون کې ګډون کړی وه له خپلو کارونو خوشحاله دي، که‎څه هم د ناامنیو او په ټولنه کې د نادودو واکمني، هغوی ځوروي.

موډله تمنا احمدي له خپل کار څخه وايي:«کله چې موږ دا جامې راوړو په ښار کې نندارې ته اېږدو، دا په خپله د یووالي لامل کېږي او خلک سره نېږدې کوي.»

موسیقۍ او تیاتر د دې نندارتون بله برخه وه چې د باران موډلینګ ډلې له لورې دې نندارتون کې ځای ورکړ شوی و.

شریک یي کړئ