Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پکتیا کې ۴زره کلنه لرغونې خزانه موندل شوې ده

د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وايي چې د یاد ولایت میرزکې ولسوالۍ په حجیانو کلي کې داسې تاریخي خزانه موندل شوې ده چې ویل کیږي مخینه یې څو زره کلو ته رسیږي.

د یاد ریاست چارواکي زیاتوي چې یاده خزانه د تاریخي اسنادو له مخې په ۱۳۴۷ کال کې موندل شوی ده تاریخي مخینه یې د میلاد څخه ۵۰۰ کاله وړاندې د زمر پاچاهي ته رسیږي.

د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس، محمد شفا مشفق څرګندوي:«مهم تاریخي اسنادو له مخې، له دې ځایه د سکندر انځور موندل شوی، چې اوس د بریټانیا په موزیم کې ساتل کېږي. »

د سیمې اوسيدونکِ وايي د هېواد د تېرو کورنیو جګړو پرمهال دغه خزانه نامسوولو خلکو لخوا ایستل کېده او لرغوني توکي یې بهرنیو هېوادونو کې په ارزانه بیه پلورل کیدل.

د سیمې اوسېدونکی، صدو خان زیاتوي:«دلته سیمه یې قوم کیندله، بیا سره مخالف شو، ځکه سره زر په کې ووتل، سره زر، چرګ، باز، جامونه او نور د سرو زرو شیان په کې راووتل. د دهمې زیږدیزې پېړۍ پورې تاریخي اسناد موجود دي.»

بل ځایې اوسېدونکی، برات وايي:«سره زر، سپین، زر، پیسې او بتان په کې وو، دلته کومه بادشاهيي تېره شوې ده، دا چې په کوم وخت کې نه ده څرګنده.»

د سیمې خلک د خزانې ترڅنګ د لرغونو ودانیو د شتون خبره کوي دوی وايي په دغو ودانیو کې بیلابیل لرغوني اثار خوندي شوي دي.

د میرزکي ولسوالي بل اوسېدونکی، نظر جان وايي:«د دې غونډۍ لاندې ډېرې لویې  کوټې دي، هرڅه دي، غټ بتان په کې دي، غمي دي په کې.»

په ورته وخت کې د پکتیا فرهنګیان له حکومت څخه غواړي د نامسووله کیندونکو کسانو د مخنوي لپاره بیړني کامونه واخلي دوي له یونسکو د نړېوالې فرهنګي ټولنې څخه غوښتنه کوي د میرزاکې د خزانې په پیژندلو کې خپلې څیړنې پیل کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه