Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بروکسل د غونډې په لومړۍ ورځ د خبرو اترو اصلي چورلیز د ښځو ونډه او پراختیايي اقتصاد

د افغانستان په اړه د بروکسل نړیواله غونډه نن سې‎شنبې(تلې په ۱۳ مه)په رسمي توګه د بلژیک په پلازمېنې بروکسل کې پیل شوه.

د دغې مهمې غونډې په لومړۍ ورځ،افغان دولت او مرسته کوونکو هېوادونو پر دوه اړینو موضوعګانو د ښځو ونډه او د افغانستان پر اقتصادي پرمختګونو خبرې اترې وکړې.

ټاګل شوې ده چې په دغې غونډه کې په راتلوونکو څلورو کلونو کې له افغانستان سره د اقتصادي او سیاسي دوامدارو مرستو د مسئلې پر سر سلامشورې وشي ترڅو د هغه پر بنسټ افغانستان وکولای شي اقتصادي ثبات او ځان بساینې ته ورسېږي.

تمه کېږي چې د بروکسل په غونډه کې د ۲۰ نړیوالو بنستونو په ګډون د ۷۰ هېوادونو مشران ګډون وکړي او په راتلونکو کلونو کې له افغانستان سره خپلې دوامدارې مرستې اعلان کړي.

یو په ځان بسا پرمختللی افغانستان د اروپايي ټولنې،هېوادونو او د ګاونډیو او نړیوالو هېوادونو غوښتنه ده.

د ولسمشر مېرمن رولا غني د نن ورځې د غوڼدې یوه مهمه ګډونواله وه،چې په هغې کې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه لوړپوړو استازو ګډون درلود.

په دغې غوڼده کې ګډونوالو په هغو تګلارو ځیرنه وکړه چې د هغه پر بنسټ په بېلابېلو برخو کې د ښځو ونډه زیاته کړي او افغانستان سیاسي او اقتصادي ټیګاو خوا ته وهڅوي.

د نن ورځې غونډه همدارنګه د ښځو د بشري حقونو د لاسته راوړنو پر ساتلو او د ښځو په ورځي ژوند کې د هغه پر تطبیق کولو خبرې وشې.

په همدې حال کې د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسؤول قدریکا موګریني په ټولنه کې د ښځو ونډې او د هغوی د حقونو خوندیتوب ته په اشارې سره وویل چې دا کار به له موږ سره په هېواد کې د ټولنیز عدالت په ټینګښت کې مرسته وکړي.

مېرمن موګریني په دې اړه څرګنده کړه:«د ښځو پیاوړي کېدل نه یوازې د بشري حقونو او ټولنیز عدالت د تامین بحث دی بلې دغه بهیر یو له بنسټيزو پرمختګونو څخه انګېرل کېږي،دا د انسانیت د پرمختګ موضوع ده،دا د امنیت موضوع ده،دا د افغانستان د پرمختګ او وړتیا موضوع ده.»

موګریني زیاته کړه:«ښځو ته ژمنه په واقعیت کې غښتلو او غني ټولنو رامنځته کولو ته ژمنه ده.موږ د اروپايي ټولنې د هېوادونو په توګه په افغانستان کې د ښځو د ملي پیاوړتیا د بهیر مالي او سیاسي همکاران وو.»

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د نړیوالۍ پراختیا لپاره د اروپايي ټولنې کمیسیار نیوین میمکا د دغې غونډې له نورو ویاندویانو څخه وو.

د افغانستان په اړه د بروکسل نړیواله غونډه نن سې‎شنبې(تلې په ۱۳ مه)په رسمي توګه د بلژیک په پلازمېنې

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه