افغان ولسمشر محمد اشرف غني چې د یوه رسمي سفر لپاره د ازبیکستان پلازمېنې تاشکند ته تللی له خپل ازبیکستاني سیال شات میرزایف سره د یوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل چې افغانستان له ازبیکستان سره په امنیتي، اقتصادي، سوداګریزو برخو کې د پراخو اړیکو له لرلو سره ډېر ارزښت لري او د دوه ملتونو ترمنځ د همکاریو لا پیاوړتیا کولای شي د سیمې او نړۍ د هېوادونو په ګټه وي.
ویل کېږي چې دواړو هېوادونو په بېلابېلو برخو کې له هغې ډلې په امنیتي، روغتیا، کرنې، ټرانزیټ، ښوونې او روزنې، سوداګرۍ په برخو کې د ۵۰۰ مېلیونو ډالرو په ارزښت څه باندې ۲۰ سندونه او ۴۰ تړونونه لاسلیک کړل.
دواړو خواوو همدارنګه د حیرتان پله د امینت د تأمین لپاره یو امنیتي هوکړهلیک لاسلیک کړ.
اخوا ولسمشر میرزایف له افغانستان سره د خپل هېواد اړیکو ته په اشارې سره وویل چې هغه په افغانستان کې د سولې او ټیکاو له بهیر ملاتړ کوي.
هغه زیاته کړه چې ازبیکستان او افغانستان د مېلیونونو ډالرو په ارزښت هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
ولسمشر غني د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوکړه لیکونو په اړه وویل:«نن موږ ځینې هوکړې لاسلیک کړې چې د دوو هېوادونو ترمنځ یو حقوقي او دولت، دولت ته د همکاریو یو بشپړ چوکاټ رامنځته کوي.»
دواړو هېوادونو همدارنګه هوکړه وکړه چې د دواړو هېوادونو د هوکړې د پلي کولو په منظور یو ګډ کمېسیون رامنځته کړي.
میرزایف وویل چې ازبیکستان په نېږدې راتلونکي کې به افغانستان کې یوه بله کونسلګري پرانیزي.
ولسمشر غني د افغانستان د سولې د بهیر د ملاتړ لپاره د ازبیکستان له ملاتړه مننه وکړه او وې ویل چې ولسمشر میرزایف کولای شي د سیمهییزو همکاریو سټه کېږدي.
هغه په دې اړه وویل:«د افغانستان د خلکو او حکومت په استازولۍ ستاسو له بلنې او مېلمه پالنې څخه مننه کوم او د ارامه او سوکاله افغانستان له هیلې څخه مو هم مننه کوم. زه غواړم چې د ازبیکستان خلکو او حکومت ته ډاډ ورکړم چې د افغانستان خلک او حکومت لېواله دي ترڅو په راتلونکې کې د ټرانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې ازبیکستان د خپل یوه شریک په توګه ولري.»
هغه د سیمهییزو همکاریو په اړه د میرزایف د هڅې په اړه وویل:«د سمرقند په کنفرانس کې هغه اجنډا چې تاسو د سیمهییزې همکارۍ لپاره مطرحه کړه، د هغې په پایله کې ستاسو هر ګاونډی هېواد به لا ټیکاو او سوکالۍ ته ورسېږي او د اسټانبول پروسې – د اسیا زړه په غونډه کې له سوېلي او ختیځې اسیا سره د مرکزي اسیا د نښلولو لپاره ستاسو دریځ، له ډېر ارزښت څخه برخمن دی.»
غني وویل:«تاسو په ملګرو ملتونو کې د اړتیا په وخت کې د ترهګرۍ پر ضد دریځ او د افغانستان لپاره د ډونلډ ټرمپ د نوې تګلارې په اړه وینا لرله، او په هغه کې د یوه باثباته افغانستان غوښونکي شوي وئ،موږ له هغې ستاینه کوو. د سوېلي اسیا او له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د امریکا متحده ایالاتو د تګلارې په اړه ستاسو له مثبتې ارزونې څخه منندوی یم.»
ښاغلي غني ټینګار وکړ چې راتلونکی کال به د دوه هېوادونو موخو ته د رسېدو هغه وي. هغه چې د دوه هېوادونو ترمنځ اړیکې د دوه دولتونو ترمنځ اړیکې دي.
ولسمشر وویل چې دواړه هېوادونه دې په افغانستان کې له پلخمري ښار سره د ازبیکستان د سرخان دره د نښلولو په اړه باید دوه اړخیزې هڅې وکړي.
هغه څرګنده کړه:«موږ به خپلې ټولې هڅې وکړو، ترڅو د سرخان دره له پلخمري سره د برېښنا د مزي له لارې ونښلوو او په راتلونکو میاشتو کې به د مزارشریف- هرات د رېل پټۍ مالي لګښت تمویل او ارزونه به وکړو.»
په پای کې ولسمشر غني له خپل سیال څخه وغوښتل ترڅو له افغانستان څخه لیدنه وکړي.