Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تراوسه د کندهار څه باندې ۱۵ زره ټنه انار بهر ته صادر شوي

د کندهار د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوول نصرالله زهیر وايي چې د روان کال د اوبو د کمښت له کبله انار ښه کیفیت نه درلودل خو له دې سره سره بیا هم د انارو صادرات ښه دي.

هغه زیاته کړه:«اصلي ستونزه د اوبو کموالی دی؛ په لومړي سره کې بڼونو ګل ونه کړ او حاصلات هم ښه نه دي. همدا لامل وه چې هند، دوبۍ، جرمني او نورو هېوادونو ته صادر نه‎شي.»

انار د افغانستان هغه صادرات دي چې په بهرنیو هېوادونو کې د لوړ کیفیت له امله ښه بازار لري.

د کندهار ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې د شمېرو له مخې تر اوسه ۱۵ زره ټنه انار د سواګرو لخوا بهرنیو هېوادونو په تېره بیا پاکستان ته صادر شوي چې یوازې ۲۹ ټنه انار د هوا له لارې هند ته صادر شوي دي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین وايي سږ کال له دې امله چې د دې ولایت انارو ښه کیفیت نه درلود تر ډېره پاکستان ته صادر شوي دي.

له بلخوا د بازار او د انارو د پلور لپاره د مناسب ځاي ن‎شتوالی په هېواد کې د بڼوالو په وړاندې اصلي ننګونې بلل کېږي.

یوه بڼوال سلطان شاه په دې اړه وویل:«سږ کال انار نه دي شوي؛ لومړی دلیل د اوبو کموالی دی. ډېر واړه دي او دانه نه ‎لري.»

یوه بل بڼوال محمد لعل زیاته کړه:«بازار نشته، مارکېټ نشته، د ساتنې وسایل نشته له همدې امله دی چې زموږ حاصلات که زیات نه وي، زموږ عاید هم کم دی. زموږ ډېری انار خرابېږي.»

د اقتصادي چارو د کارپوهانو په اند که حکومت د تازه مېوو په وړاندې ستونزې هوارې کړي د تازه میوو د صادراتو په پراختیا سره به د حکومت د عوایدو پر زیاتوالي سربېره د کرونګرو له اقتصادي وضعیت سره هم مرسته وکړي.

په روان کال کې له کندهار ولایت څخه پنځلس زره تنه انار له هېواده بهر په ځانګړي ډول پاکستان ته صادر شوي دي.

شریک یي کړئ