Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د برېښنا کموالي تولیدي کارخونې له ستونزو سره مخ کړي

د صنعتي کارخونو یو شمېر څېښتن وایي، د برېښنا دوامداره پرچوي د دوی د کارونو پر وړاندې لوی خنډ ګرځېدلی او په صنعتي پارکونو کې د برېښنا پرچوي زیاته شوې ده.

په کابل کې د یوې فابریکې مسوول وایي، د برېښنا د پرچوۍ له امله نه‎شي کولای خپل تولیدات زیات کړي.

نوموړی زیاتوي، په کارخونه کې یوازې اته ساعته برېښنا لري او د برېښنا په هر ځل پرچوۍ کې تر سلو زرو ډالرو تاوان سره مخ کېږي.

په صنعتي پارکونو کې د کارخونې یو مسوول احسان وویل:«باید زموږ لپاره ۲۴ ساعته برېښنا وي.»

د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام پسرلی وايي:«له دې سره چې موږ (خصوصي سکټور) لوړه بیه ورکړو، له بده مرغه زموږ د اړتیا وړ برېښنا نه راکول کېږي.»

په همدې حال کې د افغانستان بریښنا شرکت وایي، کارخونو ته تر ۱۰۰ میګاواټه برېښنا ورکوي او په دې هڅه کې دي چې د فابریکو برېښنا زیاته کړي.

د دغه شرکت ویاند وحیدالله توحیدي په دې اړه څرګنده کړه:«په حیرانونکې توګه (کارخونو) وده کړې او اوس ۱۰۰ میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې زموږ وړیتا هماغه وړتیا ده.»

د کارخونو د څېښتنو پر وینا، د ژمني د موسوم له رارسېدو سره د برېښنا په برخه کې دهغوی ستونزې زیاتېږي، خو د برېښنا شرکت وايي په هڅه کې دي چې په ژمني د مالي سرچینې په ترلاسه کولو سره ۱۶۰ میګاواټه حرارتي برېښنا به ووېشي تر څو له پرچویو مخنیوی وشي.

شریک یي کړئ