Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سوداګریزو خدمتونو په وړاندې کولو کې د نوښت لپاره د ځوانانو هځې

د خدمتونو او مشورې ورکولو اسارې شرکت، یو کال مخکې د سوداګریزو خدمتونو، کوچنیو او منځنیو سوداګرو ته د مشورې ورکولو، د موبل او فرنیچر د طرحو جوړولو په موخه د ځینو ځوانانو له خوا جوړ شو. دغه شرکت تراوسه توانېدلی چې ښه پرمختګونه ولري.

 د خدمتونو او مشورې ورکولو د اسارې شرکت په ۲۰۱۷ زیږدیز کال کې د یو شمېر ځوانانو له لوري د هغو سوداګرو د ملاتړ او مشورې ورکولو په موخه جوړی شوی چې نوی فعالیت پیلوي.

 د اساره د کار کړنلاره داسې ده چې د هغو کوچنیو او منځنیو سوداګرو لپاره اداري خدمتونه چې کاري دفتر هم په کې شامل دی برابروي او دغه راز د سوداګرو د کار او بار د پر مخ بیولو لپاره هم د دغه شرکت له لوري تخنیکي او مسلکي زده‎کړې وړاندې کېږي.

 د اسارې شرکت مسوولین وايي چې دغه شرکت په پام کې لري چې د هغو ۴۲۰ تنو ځوانانو لپاره چې غواړي کوچنیو او منځنیو کارونه ته مخه کړي د کار د پيلولو لپاره د زده کړو لار هواره کړي.

د اسارې شرکت عملیاتي مدیر تمیم جوادي وايي:«هغو شرکتونو چې نوی په فعالیت پیل کړی، او هغه سوداګر چې د کاري ساحې توان نه‎لري، موږ د هغوی لپاره امکانات برابروو، لکه، انټرنېټ، فرنیچر او کاري ساحه، ترڅو وکړای شي خپل فعالیت ته دوام ورکړي.»

اساره شرکت د سوداګریزو خدمتونو پر ترسره کولو سربېره د پروګرامونو طرحې او ډیزاین په برخه کې هم کار کوي.

مرتضي ادریس یو له هغو کسانو دی چې د خپلې سوداګریزې مجلې د طرحې لپار دې ځای ته راغلی دی وايي چې تر دې وړاندې یې د خپلې مجلې د طرحې او ډیزاین لپاره پنځلسو شرکتونو ته ورغلی دی خو د قناعت وړ ډیزاین یې نه دی موندلی خو دغه شرکت چې تر ډېره نوې مفکورې لري د ده د غوښتونو له مخې ورته د مجلې طرحه او ډیزاین کړې دی.

د اسارې شرکت ته یو مراجعه کوونکی مرتضي ادریس وايي:«ښايي په افغانستان کې د نوښت قوه وي، خو تراوسه په مسلکي بڼه دود شوې نه ده او هغه څه چې واقعاً ما دلته پیدا کړي، دا دي چې په مسلکي بڼه کار کوي او همدارنګه موږ تر ډېره نظرونه هم اخیستل کېږي.»

د اسارې د خدمتونو او مشورې ورکولو شرکت اوس‎مهال دوه استازولۍ لري او څه باندې ۳۰ ځوانان په دې شرکت کې کار کوي.

عباد غفاري چې له شپږو میاشتو راهیسې په دغه شرکت کې کار کوي پر دې خوښ دی چې د کار زمینه ورته برابره شوې ده؛ نوموړی د ځوانانو پر ملاتړ ټينګار کوي.

د اسارې د خدمتونو او مشورې ورکولو شرکت کارکوونکي عباد غفاري څرګنده کړه:«له دې وړاندې په نورو ځایونو کې مې هم کار کړی دی، خو داسې یو ځای هېڅکله برابر نه وه. له څو اړخه برابر نه وه، هم د هغو کسانو لپاره چې غواړي کار وکړي او همدارنګه د هغو کسانو لپاره چې غواړي خدمتونه واخلي. له هغه مهاله چې زه دلته راغلی یم، په بشپړه توګه یوه صمیمانه او دوستانه فضا ده او هېڅکله مې دا حس نه درلود چې زه یو کارکوونکی یم چې مدیر او رییس لرم.»

د اسارې د خدمتونو او مشورې ورکولو شرکت مسوولین وايي په پام کې لري چې د ځوانانو له لوري د کوچني او منځني کار او بار د زیاتوالي لپاره ډېر کار وکړي ترڅو ځوانان وهڅوي چې سوداګرۍ ته مخه کړي ځکه ځوانان د دې برخې د ودې لپاره نوې مفکورې لري.

شریک یي کړئ