Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د مالیې وزیر د راتلونکي کال بودیجه ولسي جرګې ته وړاندې کړه

د ۱۳۹۷ لمریز کال بودیجې د مشرانو جرګې له تایید وروسته نن د تصویب لپاره ولسي جرګې ته وړاندې شوه.

په دې بودیجه کې پر لویو بیخ بسټونو  پروژو سربېره ۳۸ نوې پراختیايي پروژې هم په پام کې نیول شوی دي او تر ټولو ډېره بودیجه د امنیت،  ښوونې او روزنې، بیخ بنسټونو، کرنې او کلیوالو پراختیايي برخو ته ځانګړې شوې ده.

 د مالیې وزیر وايي چې د ۱۳۹۷ لمریز په بودیجه کې د پام وړ سمونې رامنځته شوي او دا بودیجه د هېوادوالو د اړتیاوو له مخې جوړه شوې ده.

نوموړی همدا راز زیاتوي چې د دولتي ادارو له لوري د پراختیايي بودیجې نه لګېدو د بودیجې له لارې د مرستو پر جذبولو منفي اغېز کړی دی.

د مالیې وزیر اکلیل حکیمي په دې اړه زیاته کړه:«ملي امکاناتو ته په پام سره، د افغانستان پراختیايي پروګرامونو په ګډون، اقتصادي وده، د اداراتو د لګښت وړتیا، د سولې ملي چوکاټ او د هېواد ملي انکشاف او د ملت  او نړیوالۍ ټولنې په وړاندې د حکومت ژمنو او د کډون او توازن د اصل پر بنسټ چمتو شوې ده.»

د مالیې وزیر وايي تر اوسه یې د حکومت یو ۱۵۲ مېلیارد او ۵۰۰ مېلیونه افغانۍ عواید راغونډ کړي دي چې د تېر کال په پرتله یې ۳۰ مېلیارده افغانۍ زیات شوي دي.

 او په ۱۳۹۷ لمریز کال کې د هېواد د ملي عواید ۱۶۹ مېلیارد او ۵۰۰ مېلیونه افغانۍ اټکل شوي دي.

هغه زیاته کړه:« په ۱۳۹۴ کال کې له ۱۲۲ مېلیارد افغانیو څخه په ۱۳۹۶ کال کې ۱۵۲ مېلیارد او ۵۰۰ مېلیونو ته د کورنیو عوایدو ۲۵ سلنه وده چې ۳۰ مېلیارد افغانۍ زیاتوالی ښيي.»

بل پلو د ولسي جرګې یو شمېر غړي ولسي جرګې ته د بودیجې د مسودې را رسیدل ناوخته بولي.

دوی وایي چې د هېواد د اساسي قانون له مخې د راتلونکې کال د ملي بودیجې مسوده باید د کال په نهمې میاشت کې ولسي جرګې ته ولېږل شي.

د ولسي جرګې غړي رمضان بشردوست په دې اړه وویل:«حکومت چې نه شي کولای بودیجه د هغه په کال او وخت کې معرفي کړي موږ څه ډول تمه ولرو چې بودیجه د خلکو خدمت ته وړاندې شي؟»

اخوا د ولسي جرګې یو شمېر غړي په بودیجه کې د انډول په پام کې نه نیول  هغه لامل بولي چې د ولسي جرګې له لوري به د بودیجې تصویب ېدل ډېر وخت ونیسي.

د ۱۳۹۷ کال بودیجه ۳۶۱ مېلیارد او ۹۰۰ مېلیونه افغانۍ ده چې له دې ډلې ۲۶۰ مېلیارده افغانۍ یې عادي او ۳ مېلیارد او ۷۰۰ مېلیونه افغانۍ یې براختیايي هغه ده.

شریک یي کړئ