Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کانونو د راایستو د تړون لاسلیک مشروط کړل شو

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې له دې وروسته، په هغه صورت کې چې د کانونو د راایستو د څار بهیر تضمین شي، دغه وازرت به له تړون کوونکو سره پروژې لاسلیک کړي.

دا په داسې حال کېد ه چې د دغه وزارت د پروژو په نوملړ کې چې په دې وروستیو کې خپور شوی، لیدل کېږي چې د هېواد په ناامنیو سیمو کې یو ډېر شمېر پروژې تړون کوونکو ته ورکړل شوي دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي په دې اړه وویل:«له دې وروسته هر تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت له خوا به لاسلیک شي، په انلاین توګه به خپور شي  ترڅو موږ له یوه خوا وکړای شو روڼتیا او حساب ورکونه ولرو او له بلخوا د دغه وزارت له خوا رسنیو، خلکو او مدني ټولنې ته بشپړ مالومات وړاندې کړل شي.»

بل خوا د دغه نوملړ خپرولو پر کانونو د څار له نشتوالي او همدارنګه د ترهګرو له خوا د ګټو اخیستو له امله اندېښنې زیاتې کړي دي.

که څه هم دغه وزارت وايي، په کومو پروژو چې د دوی څار نه وي هغه تړونونه به لغوه کړي.

خو د هېواد پرطبیعي زیرمو د څار شبکې مسولین وايي، د تړونونو د لغوې ترڅنګ د کانونو راایستل په ناقانونه توګه دوام لري.

د هېواد له کاني زیرمو د وسله والو مخالفینو د ګټې اخیستو په تړاو د حکومتي چارواکو اندېښنې یې هم راپارولي دي.

د کانونو اوپټرولیم وزارت د کانونو په برخه کې د ستونزو هواري په پار نقشه وړاندې کړې خو اړونده بنسټونو ویلي چې په دې نقشه کې د کانونو د ناقانونه  راایستنې د مخنیوي په اړه په کې څه نشته.

شریک یي کړئ