Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کجکي د برېښنا بند د دویم پړاو کار به ډېر ژر پیل شي

د افغانستان د برېښنا شرکت چارواکي وايي چې د کجکي د برېښنا بند د دویم پړاو د جوړولو لپاره د دغه شرکت طرحه د اقتصادي عالي شورا له خوا تایید شوې او دم‎ګړۍ دغه پروژه په تدارکاتي پړاو کې ده او ډېر ژر د هغه د جوړېدو تړون به لاسلیک شي.

ویل کېږي چې د کجکي بند د دویمې برخې پر جوړېدو ۱۷۵ مېلیون ډالره لګښت راځي.

 د برېښنا شرکت چارواکي وايي چې د کجکي بند د دویمې برخې له جوړېدو سره په دغه بند کې د برېښنا د تولید وړتیا ۱۵۱ میګاواټو ته به ورسېږي.

د برېښنا شرکت مشر امان الله غالب وویل:«موږ خپل وروستی وړاندیز اقتصادي عالي شورا ته وړاندې کړی، هلته تایید شوی او پروژه اوس د تړون د لاسلیک لپاره ملي تدارکاتو ته ځي.»

د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیم زی هم په دې اړه وايي:«داسې پرېکړه شوې چې د هغه په دویم پړاو کار ترسره شي او دا د افغانستان لپاره قانوني او حقوقي ګټې لري او له خصوصي سکټور سره په همغږۍ کې په مخ وړل شوی او په نېږدې راتلونکي کې د تړون موضوع او د دویمې برخې کار یې پیلېږي.»

د کجکي د برېښنا بند د برېښنا د تامین او د سوېلي ولایتونو د کښت د خړوبولو لپاره یو مهم بند بلل کېږي، ویل کېږي چې د دغې پروژې د دویمې برخې له پیلي کېدو سره د کندهار او هلمند ولایتونو سربېره د ارزګان او بیمروز ولایتونو د برېښنا او اوبو کمښت به هم حل شي.

شریک یي کړئ