Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هرات کې په بې مخینه توګه د زعفرانو د تولید زیاتوالی

د هرات د کرنې او مالدارۍ ریاست  چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د زغفرانو کښت او تولید، په بې مخینې توګه زیاتوالی موندلی.

د دغه ریاست د رییس په وینا، دم‎ګړۍ یوازې څه باندې ۱۸ زره مېرمنو، د دغه ولایت له ځمکو د زعفرانو د ګلانو د راغونډولو بهیر پیل کړی دی.

د هرات د کرنې رییس عبدالصبور په دې اړه وویل:«سږ کال د هرات زښته ډېرو کروندګرو د زعفرانو کښت ته مخه کړې، حتا د دغه ولایت په ناامنه سیمو کې او تمه کېږي چې سږکال د هرات د زعفرانو حاصل ۸ ټنو ته ورسېږي.»

په هرات کې د طلوع نیوز خبریال جاوېد زیارتجاهي په دغه ولایت کې د زعفرانو ځانګړو فارمونو ته تللی، وايي چې د دغو فارمونو ډېری کارکوونکي مېرمنې دي.

یوه له دغو مېرمنو نازک ده هغه وايي:«زه یوازې د کورنۍ ډوډۍ راوړونکې یم او پنځه یتیم ماشومان لرم. ډېره خوشحاله یم چې دلته را ته د کار زمینه برابره شوې او له دغې لارې هغه پیسې چې ترلاسه کوم، ژوند مې پرې بدلون کړی.»

د زعفرانو د فارم یوه بله کارګره ریحانه هم وايي:«اوس مهال ټول هغه خوراکي توکي او بوټي چې په هېواد کې مصرفېږي، له بهرنیو هېوادونو راځي، خو خوشحاله یوو چې دغه وضعیت د بدلون په حال کې دی او موږ باید ځان بساینې ته هڅه وکړو.»

هغه مېرمنې چې د زعفرانو په فارمونو کې کار کوي په دوه ډلو وېشل شوي لومړنی ډله هغه مېرمنې دي چې سهار وختي کروندو ته راځي او د سهار په سړه هوا کې د زعفرانو ګلان ټولوي. او وروسته بیا بله ډله راځي له دغو ګلانو زعفران جلا کړي.

د فیضي زعفرانو د شرکت غړې حمیده فیضیان وویل:«د زعفرانو د ګلانو راغونډول د مېرمنو لپاره یو ساده او سبک کار دی چې په دغو کروندو کې د ورځې ډېرې مېرمنې کارکوي او عاید لري.»

د فیضي زعفران شرکت عامل مدیر عبدالخالق خدا دادي څرګنده کړه:«د ورځې ۲۰۰ مېرمنې له موږ سره د زغفرانو د ګلانو د غونډولو او پاکولو په برخه کې کار کوي او هره مېرمن د میاشتې ۶ تر ۸ زره افغانۍ حقوق اخلي.»

سید عبدالواب قتالي په لسګونه جریبه ځمکه کې زعفران کرلي. تمه لري چې له هېواده بهر ته د زعفرانو له صادرولو سره به نړۍ ته افغانستان د کوکنارو پر ځای د زعفرانو د تولید هېواد معرفي کړي.

هغه زیاته کړه:«اوس‎مهال زموږ د هېواد له نوم سره په نړۍ کې د نشه‎یي توکو نوم تړلی، خو هیله لرو چې د نړۍ هېوادونو ته د زعفرانو له صادرولو سره د افغانستان له نامه څخه دغه تور لیرې کړو.»

په ورته وخت کې د کار ډي اف په نوم موسسې په هرات کې د بریټانیا د مرستې له برخې د زعفرانو یو لوی ازمایښت ځای جوړ کړی.

د دغې موسسې مسوول حامد خسروي څرګنده کړه:«یوازینی دلیل چې د هرات زاعفرانو په نړیوالو بازارونو کې خپل پېرېدونکي له لاسه ورکول، د زعفرانو بسته بندي او روغتیايي حالت وه چې دغه ازمایښت ځای کولای شي دغه ستونزه له منځه یوسي.»

له دې ټولو سره په هرات کې د زعفرانو شرکتونه؛ د دې بوټي بازارموندنې او بهر ته د صادرولو په اړه اندېښمن دي.

د هرات ولایت د کرنې ریاست شمېرو له مخې سږکال د دغه ولایت په څه باندې ۳ زره کیلومټر ځمکه کې زعفران کرل شوي او تمه یې ده چې کروندګر به شاوخوا ۸ زره ټُنه زعفران ټول کړي.

شریک یي کړئ