Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټاکل شوې ده بلخ د اوبو دوه بندونه جوړ شي

د بلخ ولایت د کرنې رئیس، سراج‎الدین مهربان څرګندوي، ټاکل شوې ده په دې ولایت کې د ۴۰ میلیونو افغانیو په لګښت د  اوبو دوه بندونه جوړ شي چې په مرسته به یې کابو ۱۲۰۰ جریبه ځکه خړوبه شي.

دی زیاتوي چې له دې پروژې به ۶ زره کورنۍ د بلخ ولایت زوزانو ولسوالۍ په کته‎خېلو سیمه کې ګټه پورته کړي.

ښاغلي مهربان وويل:«د دې کانالونو د اوبو سره به د کرنیزو توکو حاصلات هم ۲۰ سلنه زیات شي.»

دا کانالونه به د لس زره مترو په اوږدو سره د کرنې وزارت لخوا ورغول شي.

د بلخ ولایت یو تن اوسېدونکی، شاه‎ولي څرګندوي:«بزګر ډېر بې‎وزله دي او موږ د دې کانالونو له جوړولو ډېر خوشاله یوو.»

بل بزګر، نورالدین زیاتوي:«مخکې به ډېرې اوبه بې‎ځایه تلې اوس به دې کانالونو سره یې مخه ونیول شي او د بزګرو اقتصادي حالات هم ښه شي.»

د بلخ ولایت د کرنې ریاست مالوماتو له مخې اوس‎مهال یوازې ۵۰ سلنه کرنیزې ځمکې اوبه کېږي.

د بلخ سرپرست ولسوال، امیرمحمد وقار څرګندوي:«ټاکل شوې ده په دې ولسوالۍ کې نور کانالونه هم جوړ شي او موږ غواړو چې ټول کانالونه تر پوښښ لاندې راشي.»

کروندګر په دې باور دي چې که ډېر د اوبو کانالونه جوړ شي نو د دوی کرنیز توکي به پراخ وي.

ټاکل شوې ده چې په بلخ ولایت کې دوه د اویو یندونه جوړ شي، د یاد ولایت د بلخ ولسوالۍ اوسېدونکي د دې بندونو له جوړېدو هر کلی کوي

شریک یي کړئ