Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په افغانستان کې د پانګونې لپاره د چکي پانګوالو لېوالتیا

 د نړیوالو سوداګریو او صنایعو خونو چارواکي وايي چې یو شمېر چکي پانګه‎والو افغانستان کې پانګونې په موخه افغان حکومت ته خپلې طرحې وړاندې کړې دي او ۱۲۰ پروژو کې یې د پانګونې چمتووالی ښودلی.

د اقتصاد وزارت وايي چې د افغان_چک کنسرسیم د افغان او چکي شرکتونو په ګډون ۲۰۰۲زیږدیز کال کې جوړ شوی او اوس د چک هېواد پانګوال لېواله دي تر څو هغه پروژې بیا ورغوي چې د جګړې له کلونو مخکې په هېواد کې پلې شوې وې.

د افغانستان د نړیوالۍ سوداګرۍ او صنایع خونې د عامل پلاوي رییس عبدالقدیر بهمن وویل:«حکومت باید له دغو فرصتونو استفاده وکړي او دغه ستر چکي شرکتونه په دغو برخو کې د ډېرې پانګونې لپاره جلبېږي.»

د شهري بسونو پروژو په کار اچول،د هېواد په ښارونو کې د کثافاتو د پروسس او راغونډول او همدارنګه په هېواد کې د شمال،کثافاتو او لمر څخه د برېښنا د تولید،د ودانیزو او سمنټو د تولید په برخه کې پانګونه هغه مهمې طرحې دي چې د پانګونې لپاره د افغان حکومت له خوا چکي شرکتونو ته سپارل شوې دي.

له بلخوا نړیوالې سوداګرۍ او صنایعو خونو چارواکي وايي چې د چک لوی شرکتونه چمتو دي تر څو د هېواد په ۱۲۰ پراختیايي پروژو کې پانګونه وکړي.

د سوداګرۍ او صنایع وزارت ویاند سهراب بهمن وايي:«د افغان- چک کنسرسیم چې له ۱۵ سترو شرکتونو څخه جوړ دی په تېرو کلونو کې یې په ځینو سیمو کې لازمه پانګونه کړې وه او اوس هم هغه طرحې چې د چکي شرکتونو له خوا وړاندیز شوي دي،څېړل کېږي.»

د اقتصاد وزارت وايي چې د افغان_چک کنسرسیم د افغان او چکي شرکتونو په ګډون ۲۰۰۲زیږدیز کال کې جوړ شوی او اوس د چک هېواد پانګوال لېواله دي تر څو هغه پروژې بیا ورغوي چې د جګړې له کلونو مخکې په هېواد کې پلې شوې وې

شریک یي کړئ