Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په پلازمېنه کې د اوسپنې د ویلې کولو کارخونه

د دغې کارخونې مسوولان له خوشحالۍ سره د خپل کار او بار له غوړېدا وايي که‎چېرې ډېر وروستې او زړې اوسپنې د دوی په واک کې ورکړل شي، د دې توان لري چې د کارخونې د تولیداتو کچه په ورځ کې ۵۰۰ ټنو ته لوړ کړي.

خان سټیل د اوسپنې د ویلي کولو فابریکه د لویو ځایونو او معیاري ماشینونو په لرلو سره  د اوسپنې د پروسس په برخه کې د هېواد یوه  له معیاري فابریکو بلل کېږي چې ډېری برخې یې د ورځې به ټکنالوژیو سمبال دي.

د اوسپنې  د سنجولو  د معیاري لابراتوارونو شتوالی او د تولیداتو د څارنې برېښنايي سیسټم د اوسپنې د ویلي کولو د دغې لویې کارخونې له ځانګړتیاو دي.

د دې کارخونې مسوولین وایي چې او سمهال د دې فابریکې تولیدات ښه بازاز لري.

د خان سټيل د اوسپنې د ویلې کولو د کارخونې مسلکي انجینیر سونیل سنګ په دې اړه وویل:«اوس مهال یو سلو شل افغان کارګران په درېیو برخو  کې چې زه یې مسوولیت لرم کار کوي، موږ هڅه کوو چې د دې فابریکې لپاره تخنیکي ظرفیتونه رامنځته کړو او همدا لامل دی چې اوسمهال په بازارونو کې زموږ تولیدات مشهور شوي دي اوګڼ پېردونکي لري.»

دې ته په پام سره چې دا لویه فابریکه شاوخوا پنځه ویشت میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري د برېښنا رسونې سیسټم یې د یوه ځانګړي سب سټيشن په جوړېدو سره د ازبیکستان له وارداتي برېښنا سره نښلول شوی دی.

 د دغې کارخونې مسوولین وایي چې شاخوا درې مېلیونه او پنخه سوه زره ډالره یوازې د دې فابریکې د برېښنا پر سیسټم لګېدلې دي.

د خان سټيل د اوسپنې د ویلې کولو کارخونې د نشراتو مسوول شهاب الدین په دې اړه وویل:«په دغې کارونه کې ټوله لازمه ټکنالوژي چې د تولید لپاره اړتیا ده، استفاده شوي او ډېری ټکنالوژي چې موږ یې په دغې کارخونې کې استفاده کوو تراوسه د اوسپنې د تولید په برخه کې په هېواد کې استفاده شوې نه ده.»

اخوا د دې فابریکې کارګران له حکومته غواړي چې د افغان کارګرانو لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره باید د اوسپنې د ویلي کولو په برخه کې لويې پانګونې جذب کړي .

 دوی وايي چې د اوسپې په برخه کې د پانګونو زیاتوالی د ملي عوایدو پر زیاتېدو سربېره د ځوانان لپاره د کار لاره هواروي.

خان سټیل په هېواد کې د اوسپنې د ویلي کولو په برخه کې له بریالیو پانګونو ده، که څه هم اوس مهال د دغې فابریکې د اړتیا وړ خام توکي له زړو اوسپنو تر لاسه کېږي.

شریک یي کړئ