Skip to main content
وروستي خبرونه
فراخبر

فراخبر: د کندهار غونډې ګډونوال د اصلاحاتو غوښتونکي دي

له دوره ورځو ځنډ وروسته بالاخره د حکومت سیاسي مخالفینو، د عطا محمد نور او باتور دوستم له حضوره پرته نن غونډه ترسره کړه.

په دغې غونډه کې د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل، په حکومت کې ځینې کسان یې په سیمه کې له استخباراتي او ترهګرو شبکو سره په همکارۍ تورن کړل.

ښاغلي نبیل په دې اړه څرګنده کړه:«په حکومت کې ځينې کړۍ شته چې له ای اس ای، له سپاه قدس (ایران) له نورو استخباراتو او حقاني شبکې سره چې په زرګونه ولسي وګړي یې په افغانستان کې وژلي دي، له هغوی سره د پردې تر شا خبرې کوي.»

انور الحق احدي، د دغې غونډې یو له جوړونکو څخه په حکومت کې پر پراخ فساد نیوکه کوي او په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د اصلاحاتو پر راوستو ټینګار کوي.

هغه زیاته کړه:«زموږ قضايي محکمه خپلواکه نه ده، زموږ د ټاکنو کمېسیون خپلواک نه دی، حتا زموږ بانک هم خپلواک نه دی، څارنوالي هم.»

په دغې خپرونه کې کوربه فواد امان له خپلو مېلمنو سره په دې اړه بحث او خبرې اترې کړي دي.

مېلمانه:

د ولسي جرګې لومړی مرستیال، همایون همایون

د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند دفتر سرپرست، شاه حسین مرتضوي

شریک یي کړئ

موږ په فېسبوک کې ومومئ

@Tolonews

د طلوع نیوز توییترپاڼه

@Tolonews