گوناگون
له TOLOnews څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو رامنځه ته شو – نشر ته چمتو شو: وروستی
افغان ماشوم په قطر کې د فوټبال نامتو لوبغاړي میسي سره ولیدل
افغان ماشوم، مرتضی احمدي په قطر کې د خپلې خوښې فوټبال نامتو لوبغاړي لیونل میسي سره د سېشنبې پر ورځ په قطر کې ولید.
دا افغان ماشوم هغه مهال د ټولنیزو رسنیو د پام وړ شو چې له پلاستیکي کڅوړې یې د میسي کمیس چمتو او اغوستی وه او انځورونه یې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس شول.
د قطر نړیوال جام کمېټې په خپره شوې وېډیو کې ښکاري چې افغان ماشوم له لیونل میسي سره خبرې کوي او میسي هغه د رسنیو پر وړاندې په غېږ کې نیسي.
لیونل میسي مخکې له دې له دوو ماشومانو سره لیدلي وه چې یو یې پرته له پښو نړۍ ته راغلی وه او بل یې د پښو له خوا معیوب وه.