د بلخ ولایت د کرنې رئیس، سراجالدین مهربان څرګندوي، ټاکل شوې ده په دې ولایت کې د ۴۰ میلیونو افغانیو په لګښت د اوبو دوه بندونه جوړ شي چې په مرسته به یې کابو ۱۲۰۰ جریبه ځکه خړوبه شي.
دی زیاتوي چې له دې پروژې به ۶ زره کورنۍ د بلخ ولایت زوزانو ولسوالۍ په کتهخېلو سیمه کې ګټه پورته کړي.
ښاغلي مهربان وويل:«د دې کانالونو د اوبو سره به د کرنیزو توکو حاصلات هم ۲۰ سلنه زیات شي.»
دا کانالونه به د لس زره مترو په اوږدو سره د کرنې وزارت لخوا ورغول شي.
د بلخ ولایت یو تن اوسېدونکی، شاهولي څرګندوي:«بزګر ډېر بېوزله دي او موږ د دې کانالونو له جوړولو ډېر خوشاله یوو.»
بل بزګر، نورالدین زیاتوي:«مخکې به ډېرې اوبه بېځایه تلې اوس به دې کانالونو سره یې مخه ونیول شي او د بزګرو اقتصادي حالات هم ښه شي.»
د بلخ ولایت د کرنې ریاست مالوماتو له مخې اوسمهال یوازې ۵۰ سلنه کرنیزې ځمکې اوبه کېږي.
د بلخ سرپرست ولسوال، امیرمحمد وقار څرګندوي:«ټاکل شوې ده په دې ولسوالۍ کې نور کانالونه هم جوړ شي او موږ غواړو چې ټول کانالونه تر پوښښ لاندې راشي.»
کروندګر په دې باور دي چې که ډېر د اوبو کانالونه جوړ شي نو د دوی کرنیز توکي به پراخ وي.