په بامیانو کې د کچالو ګل لومړي جشن په هېواد کې دننه او بهر له پراخ هرکلي سره مخامخ شوي او دا لړۍ به د کچالو بازار موندنې لپاره زمینه برابره کړي.
دکرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزیر، اسدالله ضمیر وايي چې دغه وزارت هڅه کوي ترڅو د معیاری کښت ترڅنګ دغه ولایت کې د زعفرانو اونورو بوټو دکر لپاره زمینه برابره کړي.
ښاغلی ضمیر وايي:«د بامیان ولایت یو امن ولایت دی او لامل یې دا دی چې خلک سره همکاري لري او له افغان ځواکونو ملاتړ کوي او حکومت باید پراختیايي پروژې دلته پلې کړي.»
په همدې حال کې د بامیانو والي، طاهر ظهیر وايي چې په دې ولایت کې د پراختيايي پروژو پلې کولو سره بامیان د کچالو پر لوی مرکز بدل شي.
نوموړی زیاتوي:«موږ له مرکزي حکومت څخه غواړو چې د اقتصادي پروګرامونو پراختیا سره نورو هېوادونو په ځانګړې توګه منځني ختیځ ته د کچالو صادرات زیات کړي.»
بامیان کې د کچالو ګل میلې پر مهال د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس، عبدالله عبدالله د بند امیر د سیلانۍ مالوماتي مرکز هم پرانیست.
یاد ولایت د ښایسته تفریحځایونو درلودو سره د هېواد ملي پارک بلل کېږي او اوسمهال تر ټولو امن ولایت دی.
ویل کېږی چې تېر کال راهیسي دې ولایت ته د سیلانیانو شمېر دوه برابره زیات شوی دی.