د اوبو او انرژۍ وزارت وايي چې تخار کې پر کوکچې سیند د بند جوړولو په برخه کې یوه بهرني شرکت لېوالتیا ښودلې ده.
دوی وايي چې د مامۍ برېښنا بند جوړل به د ۴۵۰میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت ولري او کابو یو میلیارډه ډالره پرې راځي.
د اوبو او برېښنا وزارت مرستیال، بصیرعظیمي وايي:«موږ هڅه کوو چې د مامي بند د روغونې پروژه په رڼه داوطلبي کې یوه شرکت ته ورکړو تر څو یو میلیون ډالره پانګونه وشي.»
یو شمېر اقتصادي کارپوهان وايي چې د یاد بند جوړلو به د هېواد په اقتصاد کې لوی بدلون راولي.
د اقتصادي چارو کارپوه، قیس محمدي وايي:«پر کوکچې سیند د اوبو بند جوړل مدیریت ته اړتیا لری تر څو ډېره ګټه له دې ترلاسه شي.»
د مامي برېښنا بند د هېواد په شمال ختیځ کې تر ټولو لوی بند به وي چې د آمو سیند په حوزه کې جوړیږي.