Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کندهار کې لاسي جوړ شوی صابون او نړیوال بازار

دا صابون په په بازار کي د نورو صابونو څخه بیلوالی لري، نو ځکه په نړی کي یو له ډیر ګران‎بیه صابونونو څخه شمېرل کېږي.

د یاد صابون د جوړولو مسولین فابریکي مسوؤلین وايي چې که حکومت له دوی سره مرسته وکړي، کولی شي نړيوالو بازارونه په واک کې ولري.

دا صابون په بیل ډول لس کلونه وړاندې بازار ته د افغانستان په نوم وړاندي شو، اته کلونه امریکا او نړۍ نورو هېوادونو ته  لېږدول کېده او دوه کلنو راپدیخوا د یو شمېر ولایتونو ته ولېږدول شو.

د صادراتو په پیل کې په نړوالو بازارونو کې هر صابون په ۴ ډالره په عمده ډول او د دې دوه برابره يې د هېواد په دننه کي پلورل کېده.

خو اوس يي قیمت ۲۰۰ افغانیو ته راټیټ شوی دی.

د ارغند صابون‎جوړونې فابریکي مسوؤل، سید سرور اماني وايي:«نور صابونونه اکثره د حیواناتو له پوستکي څخه جوړیږي اما دغه صابون ټول د طبعي بوټو څخه جوړیږي مثلا موږ دغه صابون له ترخي، شني، د بادامو له غوړیو، د زردالو له مغز او د انارو څخه موږ دا صابون جوړوو چې د انارو صابون ډېر ښه مارکیټ لري.»

د لاس په وسیله د یاد صابون جوړیدل، له کمو ماشینونو څخه استفاده د ډېرو داخلي کرنیزو بوټو استعمال او د لږو کار کوونکو په وسیله د ډېر صابون تولید يي د ځانګړتیاوې دي.

د یادي فابریکې مالي مسوؤل، احمد صابر وايي:«د دې صابون نتیجه مثبته او ډېر مینه‎وال لري په خپله کندهار کي ښه بازار لري او په ډېره اندازه خلک یې خوښوي.»

د ښځو په ګډون نهه تنه په کندهار کي په دغه وړه فابریکه کي په کار بوخت دي.

دغه کسان په یوه میاشت درې زره صابونونه تولیدوي.

د ارغند صابون‎جوړونې فابریکي مسوؤل، سید سرور اماني زیاتوي:«که زموږ سره مرسته د حکومت وشي موږ به د افغانستان تر څنګ عربي هېوادونه چې دیره علاقه ښيې په هغه بازارونو کي به هم تولید ولرو، که موږ ښه  پیکنګ ولرو او مرسته وشي نو دا کار شوني دی.»

د یادې فابریکې یو تن کارکوونکی، علي شاه څرګندوي:«د الله څخه راضي یم دا ډېر ښه کار دی دلته دنده لرم ډېر اسان کار دی د نورو ملګرو سره دلته کار کوو، او له دي لاري مو کورنۍ ساتو.»

دمګړی د کندهار په ګډون د هېواد په څلورو لویو ښارونو مزار شریف،جلال اباد او کابل کې هم خلک ورڅخه استفاده کوي، او کندهار ولایت کي یاد صابون د نورو صابونو نو څخه ډېر خوښوونکي لري.

یو تن دوکاندار، عبدالولي په دې اړه وايي:«کله چي دوه کاله وړاندي موږ دغه سوپر مارکیټ جوړ کړ د ارغند صابون سره مو یو تړون وکړ، او موږ دوی ته وویل چي یواځي به د انارو صابون راته راکوی زموږ مشتریان خورا ډېر دي او دوی بیخي زموږ غوښتنه هم نشوه پوره کولای ځکه ډېر خلک يي خوښوي.»

دغه فابریکې په ۲۰۰۴ کې په کار پیل وکړ. او په ۲۰۰۷ کال کي يې د صابون تولید پیل کړ.

افغانستان چې تر ډېره يې پر بهرنیو تولیداتو تکیه ده، دا ډول فعالیتونه کولی شي چې په داخلي تولیداتو باندي ځان بسایه کړي. خلګو ته به د کار کولو د زمینې برابرولو تر څنګ او هېواد په اقتصادي پیاوړتیا کي به هم مرسته وشي.

شریک یي کړئ