د پاکستان په بلوڅستان ایالت کې د سرک غاړې ماین چاودنې له کبله ی۸ پاکستاني سرتېري وژل شوي او ۴ تنه نور ټپیان دي.
پاکستاني چارواکي وايي چې پېښه نن(سېشنبې د زمري۲۴مه) د یاد ایالت په هرني سیمه کې رامنځته شوې ده.
پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې د پاکستاني پوځیانو موټر د سرک غاړې له ماین سره برابر شوی او موټر له منځه تلی دی.
هرني د کوټې ښار په ۱۶۰ کیلو مټری کې پروت دی.
دا په وروستیو ورځو کې پاکستان کې دوهمه چاودنه چې رامنځته کېږي.
شنبې ماښام کوټې ښار له ګڼېګوڼې ډک مارکیټ کې بمي چاودنه وشوه چې په پایله کې یې ۱۵ تنه ووژل شول او کابو ۴۰ نور ټپیان شول.
د پاکستان لوی درستیز، قمر باجوه ویلي وو چې دا د دې هېواد خپلواکۍ ورځې لمانځنې پر ضد هڅه وه.