Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سلما بند د هرات ولایت د څلور ولسوالیو کابو ۱۰۰ زره کورنیو ته برېښنا او د ځمکو لپاره اوبه ورکوي

د سلما بند به د هرات ولایت په څلورو ولسوالیو کې شاوخوا سل زره کورنیو ته برېښنا او د ځمکو لپاره یې اوبه ورکړي.

ټاکل شوېده دا بند تر راتلونکو څو ورځو پورې افغانستان ته د هند د لومړي وزیر په دویم سفر کې پرانیستل شي.

یو شمېر کارپوهان وایي که‎چېرې حکومت په هېواد کې د برېښنا د لویو بندونو جوړېدو لپاره پروګرامونه جوړ کړي ، د هېواد په ډېرو برخو کې به اقتصادي حالت ښه شی او خلکو ته به د کار کولو زمینه هم برابره شي.
د هرات د چشت ولسوالۍ څخه د هرات تر مرکزه د لارې په اوږدو کې ۴ ولسوالۍ پرتېدي، د سلما بند په پرانیستلو سره به د دغو سیمو د اوسیدونکو ډیرې ستونزې اوارې شي.

۶۴۰ مېلیونه مترمکعبه اوبه چې په دغه بند کې زیرمه شوې، ۴۲ میګاواټه برېښنا تولیدوي چې څه د پاسه ۴۰ زره کورنۍ به له برېښنا څخه برخمنې شي او همدارز به د ۸۰ زره هکتاره کرنیزو ځمکو او ۵۰ زره کورنیو لپاره اوبه برابرې شي.

د چشت ولسوال احمدفرهاد خادمي په دې اړه وویل:«په همدې وخت کې زښت زیاته اړینه ده چې انشاالله د هرات په کچه هېوادوالو ته آسانتیاوې رامنځته کړي.»

خو دا هرڅه په هرات پورې نه محدودیږي، تمه کېږي چې پر دغه ۴۰ کیلومتره سیند د کار په دوام سره نورې برخې هم له سلما بند څخه ګټه پورته کړي.

د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند عبدالبصیر عظیمي وايي:«که‎چېرې موږ وکولای شو د برېښنا کرښه د غور تر ولایته وغځوو ،کولای شو چې د هغه ولایت یو شمېر ولسوالۍ د سلما له بند څخه برېښنا ورکړو.»

د ولسي جرګې منشي عبدالرووف انعامي څرګنده کړه:« د پراختیايي پروژې تطبیق، یو د حل لاره،یو له هغو لارو څخه ده چې کولای شي د امنیت ملاتړ وکړي او خلک هوساینې ته ورسوي .»

په تېره څه د پاسه یوه لسیزه کې د سلما بند پر پروژې ۳۰۰ مېلیون ډالر لګول شوي خو داسې ښکاري چې ددغه کار دوام به لازیاتو پیسو ته اړتیا ولري.

دا پيسې به د هند لخوا چې له افغانستان سره لوي مرستندویه هېواد دی ورکړل شي.

د سلما بند به د هرات ولایت په څلورو ولسوالیو کې شاوخوا سل زره کورنیو ته برېښنا او د ځمکو لپاره یې

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه