Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغان روباټ جوړونکې نجونې سبا امریکا ته درومي

افغان روباټ جوړونې ډلې ته په کابل کې د امریکا د سفارت له خوا د ویزې د نه ورکولو له امله د نړیوالو بنسټونو له غبرګونونو وروسته، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ته حکوم وکړ چې امریکا ته د دغو افغان نجونو د سفر زمینه برابره کړي.

له دې سره په ورته وخت کې د امریکا د ولسمشر لور ایوانکا ټرمپ هم ویلي چې چمتو ده ترڅو دغو افغانو نجونو ته ښه راغلاست ووايي.

له هغې وروسته چې امریکا ته د سفر لپاره د افغان نجونو د ویزې غوښتنه د دوهم ځل لپاره په کابل کې د نوموړي هېواد د سفارت لخوا رد شوه، دغو نجونو په دې نړیوالو سیالیو کې په نه ګډون خواشینې شوې، خو په نړۍ کې یو شمېر ادارو او سازمانونو له دغو افغان نجونو ملاتړ وکړ چې د امریکا ولسمشر د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ته حکم وکړ دوی امریکا ته وروبولي.

د افغانستان د روباټ جوړونې ډلې غړې لیدا عزیزي وايي:«موږ په دغو سیالیو کې دحضور لپاره ډېرې هڅې کړې دي. او اوس ځو ترڅو خپل جوړ شوی روباټ نندارې ته کېږدو.»

دغه نجونې د امریکا د کانګرس د غړو ملاتړ او د ویزې د صادرولو لپاره د ټرمپ حکم د افغانستان له سولې او پراختیا ملاتړ وباله.

د افغانستان د روباټ جوړونې ډلې غړې رودابه نوري څرګند وي:«د امریکا د خلکو او ولسمشر دغه ملاتړ د افغانستان د ښځو د ملاتړ په مانا دی.»

د افغانستان د روباټ جوړونې ډلې روزونکی علي رضا مهربان زیاته کړه:«د امریکا د مشرانو او خلکو دغه ملاتړ په افغانستان کې د سولې او پرمختګ د ملاتړ په مانا دی او وې ښوده چې د افغانستان د ښځو د توانمنیو د پراختیا غوښتونکي دي.»

دغه نجونې وايي په دې سفر کې به د امریکا خلکو ته د افغانانو د سولې پيغام ورسوي.

د دغې ډلې غړې فاطمه قادریان وايي:«غواړم له دې ځایه له ځان سره د سولې پیغام یوسم او وښیوو چې افغانستان د جګړې ډګر نه دی؛د افغانستان ښځې په پرمختللو علومو کې ډېرې وړتیاوې لري.»

اوس دغه نجونې کابل ته رارسېدلي دي او ټاکل شوې ده سبا ته د امریکا د ویزې له ترلاسه کولو وروسته واشنګټن ته ولاړې شي.

له ټولې نړۍ د ۱۶۰ لوبډلو په ګډون په امریکا کې د رباټونو نړیوالې سیالۍ دوې ورځې وروسته ترسره کېږي او افغان نجونې به د دغو سیالیو پیلوونکې وي. 

دغو نجونو له خوشحالۍ سره د سفر بار وتړه او د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ په ۲۲ مه)له هرات څخه کابل ته راغلل او د امریکا د ویزې له ترلاسه کولو څخه وروسته، واشنګټن ته درومي

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه