پګي ویټسون ۵۷ کلنه ستورمزلې ده د جوزف ویلیامز بل امریکايي ستوزمزلي ریکارډ چې په فضا کې ۵۳۴ ورځې پاتې شوی وه، مات کړ او تېره ورځ(د وږي پر ۱۲مه) ځمکې ته راستنه شوه.
دا ریکارډ یوازې د امریکايي ستورمزلو ترمنځ زیات دی، اوسمهال روسي ستوزمزلی د ۷۸۹ ورځو وخت تېرولو ریکارډ څښتن دی.
وایټسون په فضا کې ۶۶۰ ورځې تېرې کړې او قزاقستان کې ځمکې ته راښکته شوه.
اغلې وایټسون پخپل درې بيلابيلو ماموریتونو کې کابو یو کال او لس میاشتې په فضا کې تېرې کړې دي.
نوموړې تر اوسه ۶ واره فضايي تمځای بهر وتلې چې دا هم ډېر وخت دی چې یوې ښځې ترسره کړي دي، له نوموړي تر ټولو تجربه لرونکې ستورمزلې په توګه یادیږی.
ویل کېږي چې روسي ستورمزلي، ګنادي پدالکا د ۸۷۹ ورځو په تېرو سره په نړۍ کې تر ټولو لوی ریکارډ لري.
مخکې تر دې چې پګي په ۱۹۹۶ کال فضا کې څېړنیزو سفرونو ته نومانده شي، په ناسا کې یې پر مهمو څوکیو دندې یې د طبي علومو په برخه کې تر سره کړې دي.
هغې خپل فضايي سفر په ۲۰۰۲ کال کې پیل کړ او په ۲۰۰۷ کال کې لومړنۍ مېرمن شوه چې د نړیوال تمځای د چلولو چارې یې پر غاړه واخیستې.