Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بلخ د زده‎کړیالانو له خوا «د ځیرک توغندي» جوړېدل

په بلخ کې د زده‎کړیالانو یوه ۴ کسیزه ډله توانېدلې چې په هېواد کې د لومړي ځل لپاره یو ځیرک توغندی جوړ کړي.

د دغې ډلې مشر محمد امین جویا وايي چې د دغه توغندي بدنه د فولاد له فلز څخه جوړه شوې او څلور کیلومټره واټن لېږد لري.

هغه زیاتوي چې د دغه توغندي پر جوړولو یې شپږ میاشتې کارکړی او په هغه کې د حرارت یو لټوونکی لګول شوی او کله چې توغول کېږي د حرارت په خوا موخه تعقیب وي.

د طلوع نیوز خیریال عارف موسوي چې له دغې ډلې سره مرکه کړې، وايي چې دغې ډلې پر دغه توغندي شپږ میاشتې کار کړی دی.

دغه ډله چې خپل نوم «د شنې مفکورې ډله» بولي، د دغه توغندي په جوړولو یې ۴۰ زره افغانۍ لګولي دي.

د دغې ډلې مشر محمد امین جویا وویل:«د توغندي په حرکي برخه کې پتاشیم نایتریک، سلفر او ګلوکوز دي چې د هغه د سونګ توکو په برخه کې ترې کار اخیستل شوی.»

هغه زیاته کړه:«د دغه اسټینګر بدنه د فولادو له فلز جوړ شوی چې یو کوچنی رادار هم لري.»

ښاغلي امین د دغه توغندي د کارونې په اړه وویل:«کله چې څو چورلکې وي او غواړې د هغوی یوه په نښه کړې هغه مهال په لاسي توګه کنټرولېږي او یو دربین لري چې د هغه په واسطه کولای شې خپل هدف تر لیرېو موقعیتونو ووینې او په نښه کړې.»

دغه توغندی شپاړس کیلوګرامه وزن او یو مټر او دېرش سانتي اوږدوالی لري.

د دغې ډلې بل غړی سید نورحسین حسیني په دې اړه وویل:«د کمپیوټر له لارې موږ کولای شو دغه توغندی کنټرول کړو او هدف پیدا کړو. هغه پروګرام چې کمپیوټر د هغارډویر پر مخ وکړای شي اجرا کړي زما له خوا لیکل شوی.»

دغه ډله چې وايي که‎چېرې حکومت یې ملاتړ وکړي او اسانتیاوې ورته برابرې شي ښې لاسته راوړنې به ولري.

د بدلونونو لپاره د عدالت غوښتونکې ډلې غړی علي میلاد په دې اړه څرګنده کړه:«باید دغو ځوانانو ته پاملرنه وشي ډاډه یوو چې ډېر ژر به له دې ډېر پرمختللې وسلې به د دغو ځوانانو له خوا جوړې شي او و به کړای شو چې د خپل هېواد له حریم څخه ساتنه وکړو.»

تر دې وړاندې په بلخ کې ولایت کې د محمد امین جویا یو رباټ جوړ کړی وه چې د بم او مالوماتي ګواښونو د مالومولو وړتیا یې لرله.

د دغه روباټ جوړونکی وایي کوم روباټ یې جوړ کړی تر لس متر واټن کې خوځېدونکي وسایل مالوم کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه