عربي متحده امارات غواړي چې له دغو هوايي ټکسي څخه په کار اخیستنې سره چې «ولوکوپټر» نومېږي، د عربو په نړۍ کې په هوايي لېږد رالېږد کې یو ګام مخکې وي.
دا کوچنۍ چورلکې،لومړنۍ وسیله ده چې د کسانو د لېږد رالېږد لپاره په ښاري فضا کې له هغه کار واخیستل شي.
د دغې وسیلې د الماني جوړونکي شرکت نوم هم ولوکوپټر دی.
دغه وسیله یو دوه کسیز سیټ لري.
د دوبۍ د لېږد رالېږد او واټونو ادارې رییس مطر الطایر په دې اړه وویل:«اوس فکر کوم چې یوه تاریخي ټکي ته رسېدلي یوو؛ځکه دا د محصولي جوړونې پيل دی چې د پنځو کلونو لپاره له هغه څخه کار اخیستل کېږي. خو په دغو پنځو کلونو کې، باید د جوړونې،ټکنالوژۍ او نورو برخو کې ډېر کار وشي. نه غواړو چې د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړو. باید ډاډمن شو چې هر څه سل په سلو کې امن دي او د ځانګړنو پر بنسټ یې ترسره کېږي.»
د دغې چورلکې لومړنۍ الوتنه، له سپرلیو څخه پرته ترسره شوه.
دغه وسیله په خپلسر او د پيلوټ له اړتیا څخه پرته، کار کوي.
چارواکي وايي چې دغه چورلکه ۳۰ دقیقې الوتنه کوي او دغه جورلکه له ملاتړي بطرۍ او فراشوټ سره هم سمبال ده.
د دغې وسیلې ترڅنګ امارات غواړي چې تر ۲۰۲۱ زیږدیز کال پورې، مریخ ته یوه سپوږمکۍ واستوي.
دغه هېواد همدارنګه بې چلوونکي مټروګانو او روباټي پولیس هم کارولي دي.