Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ګوګل چین کې د مصنوعي ځیرکتیا (هوش) د مرکز د جوړېدو په هڅه کې دی

د ګوګل شرکت په رسمي توګه اعلان کړی چې په چین کې د مصنوعي ځیرکتیا د مرکز د جوړېدو په هڅه کې دی.

په چین کې د ګوګل له وېب‎پاڼو کارونه بنده ده خو بیا هم دغه شرکت په دغه هېواد کې په سلګونه کارکوونکي لري چې د دغه بنسټ د نړیوالو خدمتونو په څانګه کې کار کوي.

د الفابټ شرکت مشر اریک شېمټ چې ټاکل شوې ده د دغه مرکز په جوړولو کې له ګوګل سره همکاري وکړي، وايي دغه شرکت هېڅکله چین نه دی پرېښی.

هغه وویل چې د دغه کار لامل دا دی چې ګوګل نه شي کولای د کارونو په پرمخ بیولو کې د الفابټ شرکت وړتیاوې له پامه وغورځوي.

د هغه په وینا، د الفابټ شرکت سره د کار له پیل سره به، ګوګل په چین کې خپل نوي خدمتونه پیل کړي خو خپلو اوسنیو خدمتونو ته به بله بڼه ورکړي.

هغه نوی کار چې ګوګل په چین کې ترسره کړ د «ګوګل ټراسلیټ» یا د ګوګل د ژباړې برخه وه.

په بیجینګ کې دغه مېشته ډله به همدارنګه د ګوګل په دفتر کې د (اې ای) له کارکوونکو سره د نیویارک،ټورنټو، لنډن او سویس په ګډون په ټوله نړۍ کې کار وکړي.

د ګوګل کلوډ څانګې پوهان ډاګټره في في لي په چین کې د استخباراتي مرکز د جوړېدو په اړه لیکلي:«زه په دې باور یم چې الفابټ او ګټې یې هېڅ سرحد نه پېژني. دا بنسټ د دې وړتیا لري چې په هرځای کې وي، څه په سلیکان ولي، بیجینګ او هم په هر بل ځای کې، اقدام وکړي او د خلکو ژوند ښه کړي. دا اقدام، له دغه بنسټ سره زموږ د همکاریو یو له مهمو برخو دی. موږ غواړو دا کار د دغه بنسټ له غوره استعدادنو سره پیل کړو ترڅو وکړای شو خپلې موخې ترلاسه کړو.»

مېرمن لي چې له دې وړاندې د سټنډفورډ پوهنتون د مصنوعي ځیرکتیا د ازمونیې مشره وه، یو کال مخکې له ګوګل سره یځای شوه.

هغه به په چین کې له جیالي سره یو ځای د مېشتې ډلې مشري کړي.

د چین ازموینځي ځينې ښه استعدادونه په کار ګمارلي دي او دم‎ګړۍ د دغه بنسټ له خوا ۵۰ تش پُستونه اعلان شوي دي.

مېرمن لي وویل:«د خپل کار تر څنګ، د چین ګوګل الفابټ مرکز همدارنګه د الفابټ د څېړنې له خوا(اې ال) په مالي برخه کې ملاتړ وکړي او له دغې برخې سره به له نېږدې کار وکړي.»

شریک یي کړئ