د هېواد ازادو مبارزو لوبغاړی ادریس ځاځی، وتوانېد چې په ټایلنډ کې خپل امریکايي سیال ته په یوې لوبه کې ماته ورکړي.
د ازادو مبارزو ملي لوبغاړی، بازمحمد مبارز وايي چې ادریس ځاځی وتواندې چې په دغې لوبه کې ښه وځلېږي.
د هغه په وینا، دغه لوبه د پنجشنبې پر ماښام په ټایلنډ کې ترسره شوه.
ښاغلي مبارز طلوع نیوز ته وویل چې د ښاغلي ادریس ځاځي سیال په امریکا کې د «ښکاري» په نوم شهرت لري.
ښاغلی مبارز له یوې مودې راپه دې خوا په ټایلنډ کې د نړۍ د نامتو روزونکو تر نظر لاندې خپل تمرینونه مخته بیايي.