د هېواد د فوټبال فډراسیون روزونکي محمد یوسف کارګر او طاهر روفي په تاجیکستان کې د اسیا کنفډراسیون په ورکشاپ کې ګډون کړی دی.
ښاغلی کارګر وايي کهچېرې د هېواد د فوټبال روزونکي وکړای شي دغه روزنیز ورکشاپ په بریالۍ سره پای ته ورسوي له هغې وورسته کولای شي چې په هېواد کې د درېیمې درجې جواز تدریس کړي.
په دغه روزنیز ورکشاپ کې د افغانستان، تاجیکستان او له ازبیکستان څخه ۱۶ روزونکو د لسو ورځو لپاره په عملي او نظري توګه د اسیا کنفډراسیون د روزونکو له خوا روزنه ویني.
د هېواد د فوټبال فني مرستیال یوسف کارګر په دې اړه وویل:«د اسیا د کنفډراسیون د روزنې کورس چې په تاجیکستان کې جوړ شوی، افغانستان، تاجیکستان او ازبیکستان په کې حضورلري او دوه روزونکي چې طاهر روفي او ما په خپله په دغه کورس کې ګډون کړی. له بریالۍ پایلې سره د کورس پای ته رسول په افغانستان کې زموږ د روزونکو د روزنې پر کیفیت ډېره اغېزه کوي او نور د درېیمې درجې جواز د ورکړې لپاره بهرنیو روزونکو ته اړتیا نه وي.»