Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د فوټبال د نړیوال فډراسیون پلاوی سبا کابل ته راځي

د افغانستان د فوټبال فډراسیون وايي چې ټاکل شوې سبا، د فوټبال د نړیوال فډراسیون او د اسیا کنفډراسیون باواکه پلاوی کابل ته راځي.

ویل کېږي چې دغه پلاوی د افغانستان په فوټبال کې د حکومتي او شخصي بنسټونو د لاسوهنې د څېړنې لپاره راځي.

 دا په داسې حال کې ده چې موده وړاندې، د افغانستان د فوټبال د فډراسیون د ریاست د ټاکنې په بهیر کې د ولسي جرګې د غړو لاسوهنې له امله د فوټبال نړیوال فډراسیون ګواښ کړی وه که‎چېرې دا لاسوهنې دوام پیدا کړي، د افغانستان د فوټبال فډراسیون چارې به وځنډول شي.

د دغو لاسوهنو له امله، د فوټبال نړیوال فډراسیون اعلان وکړ چې غه فډراسیون کولای شي، د افغانستان د فوټبال د فډراسیون د ریاست د ټاکنو د بهیر د څېړنې لپاره خپل څارونکي دغه هېواد ته واستوي.

دا په داسې حال کې ده چې د فوټبال نړیوال فډراسیون، تېره ورځ د پاکستان د فوټبال فډراسیون چارې د دغه هېواد د دولتي چارواکو د لاسوهنې له امله ځنډولې دي.

شریک یي کړئ