د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې د ایرلنډ په وړاندې د یو ورځنیو سیالیو په لړ کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره وتوانېد چې سیالۍ لوبډلې ته ۲۳۹ منډې هدف وټاکي.
سیاله لوبډله ونه توانېده چې ورکړل شوې موخه پوره کړي او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره وتوانېده چې یوازې ۱۰۰ منډې جوړې کړي او لوبه د ۱۳۸ منډو په توپیر سره د افغان کرېکټ ملي لوبډلې ته وبایلي.
په دغې لوبه کې مجیب ځدران، د توپ اچونې په برخه کې له ښه ځلېدو سره د سیالیو د مسلکي کدر له خوا د غوره لوبغاړي لقب ترلاسه کړ.
ټاکل شوې ده د هېواد د کرېکټ ملي لوبډله به سبا په خپله دویمه لوبه کې د ایرلنډ لوبډلې په وړاندې د لوبې ډګر ته ورودانګي.