د افغانستان د فوټبال غوره لیګ د نیمه پای لوبې د راتګ په دویمه لوبه کې شاهین اسمايي ۴ – ۳ سیمرغ البرز ته ماتې ورکړه او پای لوبې ته یې لاره پیدا کړه.
د شاهین اسمايي لوبغاړي حسین علي زاده د لوبې په ۸ دقیقه کې د سیمرغ البرز دروازه پرانیسته او لوبه یو صفر د اسمايي په ګټه شوه.
د شاهین اسمايي لوبغاړو لوبه ډېره چټګه کړه او د لوبې په ۲۱ دقیقه کې انور اکبري د شاهین اسمايي دویم ګول ترسره کړ.
د لوبې دویمه نیمه شاهینیانو یرغلي پيل کړه. خو د لوبې په ۵۰ دقیقه کې د سیمرغ البرز لوبډلې لوبغاړي محمود حنفي ژیړ کارت ترلاسه کړ.
د لوبې په ۶۷ دقیقه کې د سمیرع البرز لپاره فرهاد عادل ګول ترسره کړي په همدې ترتیب د لوبې په ۷۳ دقیقه کې فرهاد دویم ګول ترسره کړل او لوبه دوه دوه مساوي شوه.
خو د لوبې په ۸۵ عمران ولي زاده د اسمايي لپاره درېیم ګول ترسره کړ،خو یوه دقیقه وروسته حیات الله سلیمي د سیمرغ البرز لپاره درېیم ګول ترسره کړ او لوبه بیا هم مساوي شوه.
خو په پایه کې د شاهین اسمايي لوبغاړي حلیم اقا شیرزاده ګول ترسره کړ او لوبه یې ۴- ۳ د شاهین اسمايي په ګټه پای ته ورسوله.
د افغانستان فوټبال غوره لیګ د شپږم پړاو پای لوبه به د شاهین اسمايي او میوند اتلانو لوبډلو ترمنخ د راتلونکې جمعې په ورځ په ژوندۍ بڼه له طلوع او لمر ټلوېزیونونو څخه خپره شي.