Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

غوره لیګ:د میوند اتلانو د سپین غر بازانو ته ۲ -۰ ماتې ورکړه

د میوند اتلان لوبډلې د سپین غبربازانو ته یو ۲- ۰ ماته ورکړه او د افغانستان د فوټبال غوره لیګ د شپږم پړاو پای لوبې ته یې ځان یو ګام نېږدې کړ.

په دغې لوبه کې چې د نیمه پای لوبې د تګ په چوکاټ کې نن د جمعه په شپه ترسره شوه، د میوند اتلانو لوبډلې لپاره فیض محمد فیضي او امرالدین شریفي ګولونه ترسره کړل.

دا د افغانستان د غوره لیګ د شپږم پړاو د نیمه پای لوبې د تګ دویمه لوبه وه چې د اسیا فوټبال د کنفډراسیون مرستیال هم او د حکومت اجرائيه رییس عبدالله عبدالله له نېږدې ننداره کړه.

لوبه د میوند اتلانو ښه پيل کړه او د لوبې په ۲۷ مې دقیقې کې فیض محمد فیضي وتوانېد چې د سپین غر بازانو دروازه پرانیزي.

د لوبې دویمه نیمه بیا د سپین غر بازارنو ښه پیل کړه، څو ځله د سیالۍ لوبډلۍ تر دروازې راورسېدل خو ګول یې ترسره نه شوای کړی.

د لوبې په ۶۰ مه دقیقه کې د میوند اتلانو لپاره امرالدین شریفي دویم ګول ترسره کړ او لوبه یې دوه صفر د میوند اتلانو په ګټه کړه.

د لوبې په پای کې د لوبې غوره لوبغاړۍ فیض محمد فیضي وټاکل شو.

د دغو سیالیو تر دې دمه، د میوند اتلانو لوبغاړي امرالدین شریفي د ۷ ګولونو په وهلو سره د غوره ګول وهونکو په لومړي ځای‎ګي کې دی.

شریک یي کړئ