Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

فاریاب کې د نجونو بدن‎جوړونکې لومړنۍ کلب پرانیستل شو

دا کلب د یوه روزونکي لخوا جوړ شوی او د موخه یې د نجونو ترمنځ د سپورټ دودولو بولي. یاد کلب یوه وخت کې ۳۰ تنه په کې تمرین کولی شي.

دا لومړی ځل دی چې فاریاب کې د نجونو لپاره د بدن د ښکلا کلب جوړیږي.

د دې کلب مسوؤل، شاه‎ولي پارسا وايي چې د کلب جوړولو د نجونو او ښځو ترمنځ د سپورټ بنسټيز کولو لپاره ډېر اړین وو او په دې ولایت کې ډېر شمېر ښځې او نجونې د یوه لوبغالي نشتوالي له امله له ستونزو سره مخامخ وې.

دی زیاتوي:"د خوښۍ ویاړ ځای دی چې نن مېرمنۍ په دې کلب کې سپورټ کوي او تمرین ته راځي."

د کلب یوه ګډون‎کوونکې په دې اړه وايي:"هر انسان سپورټ ته اړتیا لري او مېرمنې بیا زیات، مخکې له دې ولایت کې کوم کلب د میرمنو لپاره نه وه او وس چې دا کلب د نجونو او ښځو لپاره ډېر ښه دی، او هیله ده چې کورنۍ خپلو نجونو ته اجازه وکړي تر څو کلب ته راشي."

د فاریاب ولایت د سپورټ چارواکي څرګندوي چې د دې کلب له جوړېدو سره او‎س‎مهال دېرې نجونې کولی شي په آرامه فضا کې سپورت وکړي او د ملي یووالي له حکومت څخه یې غوښتنه د نجونو لپاره  نورو لوبغالو جوړول دي.

په فاریاب ولایت کې د لومړۍ ځل لپاره د نجونو د بدن ښکلا کلب جوړ شوی، او د دې ولایت نجونې له دې ګامه خوشاله دی، دوی له کورنیو غوښتنه کوي تر څو خپلو لوڼو ته د سپورټ په موخه ورتګ ته اجازه ورکړي

شریک یي کړئ