Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ولسمشر او اجرائیه رئیس ترمنځ د اختلافاتو د حل لپاره د ګډې کمېټې رامنځته کېدل

داسې رپوټونه شته چې ولسمشر او اجرائیه رئیس د سیاسي لانجو د هوارۍ لپاره یوه ګډه کمېټه جوړه کړې ده.

دا کمېټه به د ټاکنیزو اصلاحاتو ، د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش، د اساسي قانون تعدیل او په حکومت کې د مشارکت په اړه د سیاسي هوکړه لیک له مخې حل لارې ومومي.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوېد فیصل په دې اړه وايي:«دغه مسلکي کمېټه کار کوي ترڅو داسې لارې وپلټي چې د سیاسي هوکړه لیک په عملي کولو کې مرسته وکړي،خو د دغې کمېټې کار به وخت ونیسي.»

خو اندېښنې دادي چې د ولسمشر او اجرائیه رئیس ترمنځ سیاسي اختلافونه د قدرت په وېش کې ریښه لري او د دغو ستونزو هواری وخت ته اړتیا لري.

د سیاسي چارو کارپوه سیلاب وزیري څرګنده کړه:«د دغو ستونزو دوام به په هېواد کې د کړکېچ لامل شي او د ملي یووالي حکومت مشران باید د خلکو ټولنې غوښتنې د خپلو شخصي ګټو قرباني نه کړي.»

یوشمېر سیاسي ګوندونه د ملي یووالي حکومت مشرانو ترمنځ د دغو ستونزو هوارې ته فرصت ډېر کم بولي او ټینګار کوي چې په دې اړه ناغېړي ونه‎کړي.

د اسلامي جمعیت ویاند واقف حکیمي زیاته کړه:«د افغانستان اسلامي جمعیت د حکومت د یوې برخې په توګه د سیاسي هوکړې له عملي کولو او د حکومت د مشرانو له ژمنو څخه څارنه کوي.که‎چېرې دغه ژمنې عملي نه‎شي،موږ په دې اړه خپل دریځ به اعلان کړو.»

داسې رپوټونه شته چې ولسمشر او اجرائیه رئیس د سیاسي لانجو د هوارۍ لپاره یوه ګډه کمېټه جوړه

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه