Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په افغانستان کې د سولې د راوستو لپاره د چین او امریکا ژمنه

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ، بیجنګ ته په خپل سفر کې وویل چې چین او امریکا په افغانستان کې د سولې د راوستو لپاره به یو ځای کار وکړي.

ښاغلي ټرمپ همدارنګه وویل چې ترهګري د ټولۍ نړۍ په وړاندې ګواښ دی او واشنګټن او بیجنګ د دغې ښکارندې د له‎منځه وړلو لپاره همکاري وکړي.

په همدې حال کې د چین ولسمشر شي جین پینګ چې د پاکستان سیمه‎ییز همغږۍ بلل کېږي د افغانستان او سیمې په اړه د امریکا پر همکارۍ ټینګار کوي.

هغه څرګنده کړه:«موږ هوکړه کړې چې په اقتصادي، سوداګرۍ، له خلکو سره د خلکو د اړیکو په برخو کې او همدارنګه د شمالي کوریا او افغانستان په اړه او د سیمه ییزو او نړیوالو همکاریو ته پراختیا ورکړو.»

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو له دې وړاندې ویلي وو چې په افغانستان کې د سولې او بیارغونې په برخه کې له هند سره همکارۍ زیاتوي.

اوس ډونلډ ټرمپ په افغانستان کې د سولې د راوستو او د ترهګرۍ د له‎منځه وړلو لپاره د چین پر همکارۍ ټینګار کوي.

ټرمپ زیاتوي:«ولسمشر شي او ما ژمنه کړې چې په افغانستان کې د یوه سوله‎ییز راتلونکي لپاره کار وکړو، ترهګري ټول بشریت ګواښي او موږ، موږ به د اسلامي توندلارۍ ترهګرۍ ته به پای ورکړو.»

هند او چین په داسې حال کې په افغانستان کې د سولې د راوستو لپاره له امریکې سره هوکړه کړې چې پاکستان، په افغانستان کې د امریکا له نوې ټګلارې سره مخالف دی او هغه د سیمې په ګټه نه بولي.

شریک یي کړئ