Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امریکايي چارواکي:د پاکستان له خوا د ترهګرو ملاتړ به ونه زغمل شي

د پالیسۍ په چارو کې د امریکا د دفاع وزیر مرستیالۍ ته نوماند، طالبانو او حقاني شبکې ته د پاکستان د مرستو پر دوام نیوکه کوي.

هغه وايي په پاکستان کې د طالبانو او حقاني شبکې پټنځایونه په افغانستان کې د واشنګټن د هڅو پروړاندې یو ګواښ بولي.

د پالیسۍ په چارو کې د امریکا د دفاع وزیر مرستیالۍ ته نوماند جان روډ زیاتوي:«پاکستانیانو طالبانو او د حقاني شبکې ډلو ته د پټن‎ځایونو زمینه برابره کړې او له دې ډلې سره د هغوی مرستې په افغانستان کې زموږ د هڅو پر وړاندې یو واقعي ګواښ دی له بده مرغه دغه ستونزه له ۱۶ کلونو راهیسې پرخپل ځای

پاتې ده زه فکر کوم چې تازه تګلاره او د افغان حکومت څخه د هند ملاتړ زیاتوالی به ښه پایله ورلري.»

ښاغلي روډ دغه څرګندونې د د امریکا د وسله‎ییزو خدمتونو کمېټې د غړو د پوښتنې په ځواب کې کړې وې.

په همدې حال کې سناتور جان مک کین پاکستان ته ګواښ کوي که‎چېرې دغه هېواد د ترهګرو پرضد اقدام ونه کړي د اسلام اباد سره به د واشنګټن اړیکې بدلون ومومي.

د امریکا د سنا مجلس د وسله‎ییزو خدمتونو کمېټې رییس جان مک کین په ډاګه کړه:« موږ باید پاکستانیانو ته ووایو چې تاسو یو بدیل په مخ کې لرئ د چین نفوس د زیاتوالي په حال کې دی دا یوه لویه ستونزه ده چې موږ ورسره مخ یو موږ باید هر قسم کار وکړو او پاکستانیانو ته ووایو چې موږ اړیو خپلې اړیکو ته بدلون ورکړو.»

په همدې حال کې پنټاګون ټينګار کوي چې افغانستان ته ۳ زره تازه دمي سرتېري رسېدلي او اوس مهال په دغه هېواد کې د ټولو امریکايي پوځيانو شمېر ۱۴ زرو ته رسېږي.

شریک یي کړئ