Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امریکا له ملګروملتونو غواړي دایران په وړاندې د ترمپ سیاست خپل کړي

د امریکا متحده ایالات د ملگرو ملتونو له امنیت شورا څخه غواړي چې د ایران پر وړاندې د ډنالډ ټرمپ سیاست خپل کړي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر وایي، که څه هم ایران د اټومي هوکړه لیک فني ژمنې عملي کړي، خو د توغندیو د جوړېدو د بندیز سربېر ډېر نور بندیزونه یې هم تر پښو لاندې کړي دي.

د ملګرو ملتونو په سازمان کې د امریکا استازې نیکې هیلي په دې اړه ویلي:« امریکا اوس په داسې مسیر کې ده چې هڅې کوي د یران ټولې ورانکارۍ ته رسېدنه وکړي نه یوازې یو اړخ يي مهم دی بلکې نړیواله ټولنه به هم دا کار وکړي.»

دغه امریکايۍ چارواکې وايي، ایران د اټوميهوکړې د پلي کولو د ادعاو تر شا پټ شوی، خو د نورو محدودیتونو ترڅنګ پر توغندیو سترګې پټوي.

اغلې هیلي زیاته کړه:« د ملګرو ملتونو امنیت شورا له ترهګرو څخه د ایران ملاتړ په تړاو پرېکړه لیک خپروي خو ایران تل  په دې اړه پام نه کوي، د ایران حکومت له دې سازمان سره لوبې ته دوام ورکوي.»

 دا په داسې حال کې ده چې د ایران مذهبي مشر له اروپايي هېوادنو غواړي چې له لوېدیځ سره د ایران له اټومي هوکړې ملاتړوکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران په اړه  د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نوې تګلارې له مخې په ایران بندیزونه زیات شوي دي.

د ایران په اړه د ډونالډ ټرمپ د تګلارې له اعلان څو اوونۍ وروسته د امریکا سفیر د ملګرو ملتونو امنیت په شورا کې له دې سازمان څخه وغوښتل چې د ډونالډ ټرمپ له سیاست دې ملاتړ وکړي.

شریک یي کړئ