Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا د پاکستان د استخباراتي همکاریو ځنډېدل ردوي

په اسلام اباد کې د امریکې سفارت د پاکستان هغه ادعاګانې چې ګواکې له امریکایې سره یې خپلې پوځي او استخباراتي همکارۍ ځنډولي دي رد کړې.

په پاکستان کې د امریکا د سفارت ویاند ریچارډ سنیلسر، د امریکا غږ په حواله ویلي دي:«موږ د (پاکستان د پوځي او استخباراتي همکاریو) د ځنډېدو په اړه رسمي اړیکه نه ده ترلاسه کړې.»

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د دفاع وزیر خرم دستګیر په روانه اوونۍ کې ویلي وو چې اسلام اباد د امریکې له متحده ایالاتو سره خپلې پوځي او استخباراتي اړیکې د ډونلډ ټرمپ له ادعاګانو څخه وروسته ځنډولې دي.

خان وویل:«پاکستان نه غواړي هغو قربانیو ته چې ورکړل شوي دي بیه کېږدي، خو پاکستان غواړي چې دغه قربانۍ په کوته شي.»

هغه وویل چې پاکستان به اجازه ور نه کړي چې د افغانستان جګړه د هغه هېواد په خاوره کې ترسره شي.

د امریکا غږ په رپوټ کې راغلي چې د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د ډپلوماسۍ او عامه چارو د مرستیال وايي چې امریکا هیله لري چې پاکستان بیاځلې د مذاکرې مېز ته راشي او له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره له امریکې سره همکاري وکړي.

امریکاې تېره پنجشنبې اعلان وکړ چې پر پاکستان د دغه هېواد مالي مرستې به وځنډول شي. خو امریکايي چارواکي وايي چې دا پرېکړه د پاکستان له خلکو سره مرستې په ځانګې نه رانغاړي.

پاکستان ادعا کوي چې امریکا په افغانستان کې د خپلو تېروتونو لپاره دا هېواد د قربانۍ د پسه په توګه استفاده کوي.

له دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ویلي وو چې په افغانستان کې بریا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ښې اړیکې پورې تړلې ده. د پاکستان دغه چارواکي وویل چې په افغانستان کې د امریکې بریا په دې پورې تړلې ده چې پاکستان په سوېلي اسیا کې یو فعال او جوړونکی لوبغاړی وي.

شریک یي کړئ