Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

انګ سان سوچي په میانمار کې د مسلمانانو چاڼ رد کړ

د میانمار دولت سلاکارې، انګ سان سوچي د مسلمانانو پر وړاندې تاوتریخوالۍ غندلی او ویلي یې دي چې عاملین یې باید محکمې ته راوکاږل شي.

نوموړې همداراز په میانمار کې قومي پاکونه رد کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې کابو ۴۰۰زره مسلمانان د میانمار پوځ د تاوتریخوالیو له کبله بنګه‎دیش ته ګډه شوي دي.

شاه جهان چې له خپلو درېیو ماشومانو سره له دې تاوتریخوالیو اغېزمن شوی دی وايي:«زموږ حالت ډېر خراب دی. ماشومان مې خوب نشي کولی او ناروغ دي، خو دوا نشم اخیستی او پيسې نه لرم.»

په همدې حال کې د کډوالو نړیوال بنسټ مشر، اریک شوارتز چې د روهینګیا مسلمانانو یوه پنډغالي ته ورغلی وایي چې پر دوی بې‎ساری تاوتریخوالی شوی دی.

دی وړاندې وايي:«تېره ورځ روغتون ته تلی وم، یو، پنځه او لس کلن ماشومان په ګولیو ټپیان شوي وو، او له دې انسانانو سره د حیوان په څېر چلند شوی دی.»

شوارتز مخکې له دې د میانمار پر پوځ د سختو بندیزونو لګولو غوښتنه کړې وه.

دی وايي:«باید پر دې پوځ څو اړخیزه بندیزونه ولګول شي. باید وسلې لېږد ورته بند او قضیه یې نړیوالې جنايي محمکې ته یوړل شي.»

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د بنګله‎دیش حکومت د روهینګیا کډوالو تل له پنډغالو منع کړی دی.

د میانمار دولت سلاکارې، انګ سان سوچي په میانمار کې قومي پاکونه رده کړه او ویې ویل چې ډېر شمېر مسلمانان لا هم په خپلو کلیو کې دي

شریک یي کړئ