رپوټونه رسوي چې روسیې، ایران او ترکیې په سوریه کې د کړکېچ پای ته رسولو لپاره د سولې د کنګرې له جوړولو خبر ورکړی، خو تراوسه د دغې کنګرې د جوړې په اړه څه نه دي ویلي شوي.
د روسیې، ایران او ترکیې ولسمشرانو د پنجشنبې په ورځ د روسیې په سوچي ښار کې له یو بل سره ولیدل.
دغو درې هېوادونو په سوریه کې د کړکېچ پر پای ته رسولو ټینګار او هوکړه وکړه.
روسیې، ایران او ترکیې هوکړه کړې چې په نېږدې همغږۍ سره به په سوریه کې د اوربند او د ناامنیو سیمو ترمنځ د اعتماد د زیاتوالي لپاره کار وکړي.
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین په دغې غونډه کې وویل چې د سوریې برخلیک د سوریې د خلکو په لاس کې دی.
هغه زیاته کړه:«د سوریې برخلیک باید په خپله د سورې خلک وټاکي، هم د حکومت ملاتړي او همدارنګه د سوریې د حکومت مخالفې ډلې.»
له دې سره جوخت د ایران ولسمشر حسن روحاني هم څرګنده کړه چې دغه غونډه په سوریه کې د فساد او ترور د له منځه وړلو ښودنه کوي.
دغه غونډه د درې هېوادونو د ولسمشرانو ترمنځ روسیې ته د سوریې د ولسمشر بشارالاسد له سفر او په سوریې او عراق کې د داعش له ماتې وروسته ترسره کېږي.